د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان بانک مسوولین وایي چې؛ په دې هېواد کې د لومړنیو موادو د بیو د لوړوالي د مخنیوي او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې د بیرته لوړولو لپاره ځینې اقدامات په پام کې لري.
په افغانستان کې د لومړنیو موادو د بیو لوړوالي او د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې راټيټیدل د ولسي جرګې غړي دیته وهڅول څو اړوند حکومتي چارواکي خپلې استجوابیه غونډې ته ور وبولي.
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې اسجوابیه غونډې ته د افغانستان د مالیې وزیر، د سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان بانک رییس ورغوښتل شوي وو.
د ولسي جرګې ډیر شمېرغړو په افغانستان کې د بیو د لوړیدو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې د را ټیټیدوله امله اندیښنه څرګنده کړه.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری د ولسي جرګې د غړو د اندیښنو په ځواب کې وویل چې د لومړنیو موادو د بیو لوړیدل مختلف عوامل لري.
د بهرنیو اسعارو په تیره د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د بیې راټیټیدل او په ژمي کې د ځینو ولایتونو د لارو بندیدل د مزمل شینواري له خوا دوه نورمهم عوامل وبلل شول چې؛ په دې هېواد کې د لومړنیو موادو په بیو یې منفي اغیزې کړي.
په کابل او ولایتونو کې د لومړنیو موادو په تیره د ګازو، تیلو او اوړو بیې ډیره لوړه شوي، دغه راز د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه هم په بي ساري توګه را ټیټه شوې.
د لومړنیو موادو د بیو لوړیدل اود بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بېې را ټیټیدل خلک هم سخت اندیښمن کړي دي.
یو شمېر وکیلانو هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې د را ټیټیدو په هکله د افغانستان بانک له عمومي رییس نه ډیرې پوښتنې وکړې.
نورالله دلاوري ومنله چې؛ په دې وروستیو کې د افغانیو بیه راټیټه شوې خو وایي چې د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات په پام کې دي.
"د افغانستان بانک یوه عمده دنده د پیسو نشر او له هغو نه ساتنه ده.
موږ د تورم د مخنیوي لپاره هره اونۍ د مالیې له وزارت سره په تفاهم کې په بازار کې مداخله کوو.
موږ همدا اوس هم ډېرې اسعاري ذخیرې لرو څو وکولای شو خپله هغه طرحه چې په بازار کې مو د مداخلې لپاره جوړه کړې عملي کړای شو."
ځینو وکیلانو د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د مالیې له وزیر نه په دې اړه وپوښتل چې؛ ایا د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بېې لوړیدل له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون سره تړاو لري او که نه؟
د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د دې پوښتنې په اړه څرګند ځواب ورنه کړ خو ویې ویل چې؛ دا ستونزه ډیره جدي او دایمي نه ده.
خو یو شمېر اقتصادي څیړونکي په دې باور دي چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند مساله په افغانستان کې د موادو پر بیو او د افغانیو د بیې په را ټیټیدو منفي اغیز کړې.
راپور: جمیله ظریف