د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۳

"هيګل به له پاکستانیو چارواکو سره سپیني او ګټورې خبرې وکړي"


د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير چيګ هيګل، چې د يوه حګپوړي هئيت په ملتيا نن سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته راغلى، ددغه هېواد له صدراعظم نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکيو سره ليدلي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د امريکا د دفاع وزير له صدراعظم نواز شريف او د پاکستاني پوځ له نوي مشر جنرال راحيل شريف سره په ليدنه کې د پاکستان او امريکا پر دوه اړخيزو اړيکيو سربېره، د سيمې او افغانستان په وضعيت خبرې کړي دي.

په دغه ليدنه کې له چيګ هيګل سره د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى جيمز ډوبنز هم ملګرى و.

راپورونه وايي، چې صدراعظم نواز شريف د امريکا دفاع وزير ته ډاډ ورکړى، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

هيګل په داسې وخت کې پاکستان ته راغلى دى، چې نوموړى له څو ورځې راهيسې په کابل کې و او هلته يې له يو شمېر جګپوړو افغان چارواکيو سره کتلي او د سيمې پر وضعيت او د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي دفاعي تړون په لاسليکېدو يې ورسره خبرې کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) پاکستان ته د چيګ هيګل د سفر په اړه وايي:

"هیګل غواړي په دې اړه چې په څه ډول د هغو ګډو ګواښونو مخنیوی او په ګاونډي هېواد افغانستان کې د امن په ټینګیدو کې مرسته کولای شي، له پاکستانیو چارواکو سره سپیني او ګټورې خبرې وکړي."

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان هم پاکستان ته د امريکا د دفاع وزير سفر مهم ګڼي او وايي:

"نوموړى به له پاکستاني چارواکيو سره د افغانستان پر وضعيت، ددغه هېواد د سولې پر پروسې او له د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت مفصلې خبرې وکړي."

دوى همداراز وايي کابل ته د پاکستان د صدراعظم نواز شريف تر يو ورځني سفر وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي غوړېدلي دي، چې دا به د سيمې پر وضعيت مثبت اغېز پرېباسي.

هیګل په داسې وخت کې پاکستان ته راغلى، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې دننه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو له امله د دواړو هېوادونو اړيکي په څرګنده خړې شوې دي او د پاکستان صدراعظم نواز شريف په اکتوبر کې امريکا ته خپل سفر پر مهال له ولسمشر باراک اوباما غوښتي وو، چې پر قبايلي سيمو دې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.

خو د پاکستان سياسي چارو کارپوهان بيا وايي، چې ترڅو پورې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د حقاني شبکې د غړيو او نورو نړېوالو ترهګرو مرکزونه موجود وي، امريکا به پر دغه سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ونه دروي.

د يادونې وړ ده، چې تر ٢٠١٠ م کال وروسته پاکستان ته د امريکا د دفاع د وزير دا لومړى سفر دى، تر دې مخکې د ٢٠١٠م کال په جنورۍ کې د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع پخوانى وزير رابرټ ګيټس پاکستان ته راغلى و.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG