د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

۲۶ کاله مخکې د ماین چاودنې له "داوود سیار" څخه د هغه ټولې هیلې واخیستې


د ډ سمبر درېیمه د معلولینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې د نړۍ په ډیرو هیوادنو کې نمانځل کیږي.

راپورونه وایي، په افغانستان کې څه باندې دېرش کلنو جنګونو او ناامنیو په سلګونو زره کسان معلول کړي دي.

دغو جنګونو ځینې بې لاسو، ځینې بې پښو، ځینې بې سترګو او ځیني بشپړ فلج کړي.

"محمد داود سیار" یو له دغو معلولینو څخه دی چې؛ اوس اته څلویښت کلن دی او وایي چې، شپږ ویشت کاله مخکې یې ماین دواړه پښې پرې کړي دي.

سیار چې اوس په مصنوعي پښو ګرځي وایي؛ د دوو زامنو او څلورو لوڼو پلار دی.

ده ازادي راډیو ته وویل، یو وخت چې جوړ و؛ د پوهنتون محصل و، ورزش یې کاوه او له پرمختګ سره یې مینه لرله؛ خو معلولیت یې ټولې هیلې نیمګړې کړې:

"دوه ویشت کلن وم، د پوهنتون محصل او انجینري مو لوسته، له هغې وروسته ماین والوزولم او دواړه پښې مې پرې شوې؛ ما سپورت کاوه او له خپل مسلک (انجینري) سره مې مینه لرله؛ معلولیت له دې ټولو هیلو څخه ناهیلې کړم او د دې ترڅنګ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړم."

سیار په دې وضعیت کې بیاهم د خپلې وسې سره سم کار کوي؛ کور ساتي او خپلو ماشومانو ته د ښوونې او روزنې امکانات برابروي.

دی وایي، سره له دې چې معلولیت د روغو او فعالو کسانو له ډلې وروسته کړی، اقتصادي ستونزې لري، خو بیاهم مایوسه نه دي.

محمد داود سیار وايي، زه او زما په څېر ‌‌ډېر نور معلولین په ځانونو کې د کار کولو توان ویني؛ خو حکومت ورته په تېرو څه باندې لسو کلونو کې دا اسانتیاوې برابرې نه کړې:

"له حکومته سخت ګیله من یم، حکومت ډېر امکانات درلودل؛ خو معلولینو سره یې هیڅ مرسته ونه کړه، په کار وه چې د معلولینو د توان سره سم دوی ته د چرګانو د روزنې، غواګانو، ماهیانو، قالینو اوبدلو او په داسې نورو برخو کې د کار زمینې برابرې کړې؛ موږ خیرات نه غواړو د کار اسانیتاوې غواړو."

د ده زوی "میلاد" نومیږي او د ښوونځي زده کوونکی دی.

میلاد ازادي راډیو ته وویل، کله چی د همزولو روغ رمټ پلرونه ویني، د پلار معلولیت یې سخت ځوروي.

دی له حکومته غواړي چې، له ټولو معلولینو سره مرستې وکړي:

"زه د پلار په معلولیت ځوریږم، کاشکی دا د نورو خلکو د پلرونو په څیر روغ رمټ وای، موږ به یې ښوونځي ته رسولو، سپورټ به یې کاوه او یوځای به راسره په خپلو پښو ګرځیده. له دولته هیله کوم چې زما پلار او داسې نورو معلولینوسره مرستې وکړي او تنخواګانې یې ورزیاتې کړي."

سره له دې چې د معلولینو د وضعیت لپاره ځینې ارګانونه فعال دي؛ خوتر اوسه یې په هېواد کې د معلولینو کره شمېره نه ده ښودلې.

ځینو مختلفو بهرنیو موسسو په هیواد کې د معلولینو شمېره څو میلیونه ښودلې؛ خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په دې هکله په دوه زره پنځم میلادي کال کې د اندیکب په نامه یوې بهرنۍ موسسې ویلي چې؛ په ټول هېواد کې د معلولینو شمېر دوه میلیونو ته رسیږي.

خو په ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې خلک وایي؛ داسې معلولین هم شته چې حکومت او موسسو لا تراوسه نه دي؛ موندلي او په سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند کوي.

دوی وایي، په هېواد کې د معلولینو شمېر د حکومت له سروې څخه زیات دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له شاو خوا لسو کلونو راهیسې له دوی سره یوه اندازه مرستې شوي او راتلونکې ته یې هم پلانونه ترتیب شوی دی.

د دې وزارت ویاند علي افتخارې ازادي راډیو ته وویل؛ د دی پلانونو پلی کېدل به د معلولینو ستونزې کمې کړي:

"څو کاله کیږي چې د حرفو د زده کړې په هرپروګرام کې دوی ته لس فیصده برخه ورکړل شوې ده. د لومړي ځل لپاره دوی ته د معلولینو د ملي انسټیټیوټ په نامه یو روزنیز مرکز جوړ شو؛ نصاب یې د جوړېدو په حال کې دی، څو د کار څخه مخکې فن زده کړي.

سربیره پردې نور پروګرامونه هم لرو چې؛ له پلی کېدو سره به یې د معلولینو ستونزې کمې شي."


معلولین په داسې حال کې له حکومت او بهرنیو موسسو څخه د مرستو غوښتنه کوي چې؛ د دې هېواد په ځینو سیمو کې لا ناامني ده او راپورونه وایي چې؛ هره ورځ په کې، په جنګ او یا د ماینونو په چاود نو کې نور نور کسان هم معلولییږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بهرنیو موسسو او نړیوالې ټولنې هیله کوي چې؛ په دې برخه کې ورسره مالي مرستې وکړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG