په پکتیکا ولایت کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالان او لوستي کسان وايي؛ چې په نوموړي ولایت کې د ښځو پر وړاندې کورنۍ تاوتریخوالۍ مخ پر ډېریدو دی او د دوی د ټولنیز ژوندانه ښه کولو ته لازمه پاملرنه نه کیږي؛ هغوی زیاتوي چې، په سیمه کې د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونه، د ښځو چارو ریاست او نورې مدني ټولنې او شوراګانې یوازې د مرکزي سیمو په پېښو تمرکز کوي؛ خو د دوی له پامه د اطرافي او کلیوالي سیمو د ښځو ستر قشر لویدلی دی.
بل خوا د ښځو چارو ریاست هم مني، چې سږ کال د تېر کال په پرتله له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څلور برابره ډېرې پیښې ثبت شوي دي؛ د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې دوی سره پروسږ کال پنځه واقعې ثبت وې؛ خو سږ کال هغه شمېره شلو ته لوړه شوې؛ چې په شلو پیښو کې یوه یې د قتل، درې پیښې د ځان وژنې او پاتې نور يې د کورني تاوتریخوالي او له کوره د تیښتې پیښې دي.
په نوموړي ولایت کې د مدني ټولنې فعال محمد الله همتیار ازادۍ راډیو وايي؛ چې له حکومتي ادارو سره د هغه شمېر نجونو او میرمنو ډېره لږه برخه خپلې ستونزې ثبتوي؛ چې دوی د تاوتریخوالي قرباني کیږي، خو ډېری میرمنې د کورونو په چاپیریال کې ایسارې پاتې دي او د غږ اوچتولو جرات نه لري:
"په پکتیکا کې په رښتیا چې ښځې په ډېر بد حالت کې دي؛ د دوی د عامه پوهاوي کچه ډېره ټیټه ده؛ دلته میرمنې او نجونې د ښځو ریاست پرته بله اداره نه لري چې؛ د خپلو ستونزو د هواري له پاره هغوی ته مراجعه وکړي؛ هغه ریاست ته هم که په سلو کې دوه میرمنې ورته خپلې ستونزې راوړي؛ نور ټولې په خپلو کورونو کې ایسارې دي."
همت یار په پکتیکا کې د ښځو د حقونو د دفاع پر ځینو بنسټونو؛ نورو ټولنو او شوراګانو له دې کبله نیوکه کوي؛ چې دوی یوازې په مرکزي سیمو تمرکز کوي:
"په پکتیکا کې مدني ټولنو، د ښځو د حقونو څخه د دفاع بنسټونو او په خپله د ښځو چارو ریاست د دوی د عامه پوهاوي او دوی ته د خپل حق ورپېژندلو په برخه کې هېڅ نه دي کړي؛ دا ارګانونه خپل ټول تمرکز په مرکزي سیمو کوي؛ دلته چې اړتیا ده هیڅ کار ورته نه دی شوی. همدا وجه ده چې نجونې په زور او جبر ودیږي، په کم عمری کې ودیږي، په پیسو خرڅیږي، د سواد څخه بې برخې دي، په ظالمانه توګه وژل کیږي، ظلم ورسره کیږي او په خپله هم ځانوژنې
کوي.
له دولت او نورو ټولو هغه بنسټونو نه چې په دې برخه کې کار کوي زموږ غوښتنه دا ده؛ چې په سیمه کې دوی باید فعال سپین ږیري، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان، د مدني ټولنو استازي، د ښځو په حقوقو باندې پوهولو ته وهڅوي."
د پکتیکا ولایت د یوې اطرافي ولسوالۍ اوسیدونکی ځوان ازادۍ راډیو ته د تاوتریخوالو هغه بیلګې وړاندې کوي؛ چې همدا اوس د دوی په سیمه کې ښځې او نجونې ورسره مخامخې دي:
"زما نوم اختر محمد دی. د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ اوسیدونکی یم؛ د یو ځوان په صفت خپل نظر داسې وړاندې کوم، په پکتیکا ولایت کې ښځو ته خپل حق هېڅ نه دی رسیدلی؛ ځکه چې تر اوسه په دې ولایت کې ښځې په مړو او بدو کې ورکول کیږي، ښځې په لوړ ولور باندې خرڅیږي، چې دا خبره اصلاً په اسلام کې نشته."
د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رییسې "بي بي حوا خوشیوال" ازادۍ راډیو سر په خبرو کې سره له دې چې په نوموړي ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو ځني پيښې مني او وايي، خو ټینګار کوي چې په وروستیو کالونو کې د دوی د ژوندانه په بیلابیلو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي:
"د پخوا په پرتله د پکتیکا ولایت د ښځو په ژوندانه کې ډېر بدلون راغلی دی، که موږ دا ولایت د څو مخکې کالونو سره وګرو، نو مخکې هېڅوک دې ته نه حاضریدل، چې خپلې لوڼه ښوونځي ته ولیږي، خو له ښه مرغه اوس په زرګونو نجونې په ښوونځیو کې شاملې دي او مکاتبو ته ځي، موږ څو کاله وړاندې په روغتون کې هېڅ ښځینه ډاکټره نه درلود، خو اوس موږ په هغه لیرې پرتو ولسوالیو کې هم ښځینه ډاکټرانې لرو؛ نرسانې لرو چې په هغه ځای کې له ښځو سره مرسته کوي او دوی ته کار کوي.
سږ کال راتلونکو ټولټاکنو له پاره درویشت زره ښځو د رایې اچونې کارتونه اخیستي او په ډېرې علاقمندۍ کارتونه اخلي؛ موږ د دوی پر وړاندې د شته تاوتریخوالي د قضیو د څیړنې په اړه هم کار کړی؛ په دې برخه کې مو پراخ کمپاینونه ترسره کړي او قضیې مو کشفي، عدلي او قضايي ادارو ته محول کړي دي؛ خو بیا هم که د نورو ولایتونو سره د پکتیکا میرمنې پرتله کړو؛ دوی د اقتصاد، پوهنې او روغتیا په برخه کې په بد حالت کې قرار لري."
د یادونې وړ ده، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سویل ختیزو ولایتونو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۲۴ قضیې ثبت شوي دي؛ چې په کې ناموسي وژنې، ځانوژنه، وهل ټکول، له کوره شړل، په زوره ودول، د میراث نه محرومي، د دوی د ملکیتونو غصبیدل، بدو بدل کې ورکول او د زور زیاتي نور ډولونه شامل دي.