که څه هم د ښځو چارو د وزارت د مسوولینو په وینا په افغانستان د هغو ټولنو او سازمانونو شمېر له پنځوسوو نه اوړي؛ خو د کورني تاوتریخوالي قربانیان شکایت لري چې؛ دا اکثره دا بنسټونه د ښځو د ستونزو حل ته کار نه کوي.
د کابل ښار یو اوسیدونکي رحیم وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې یې لور په ډیر بې رحمي سره د خپل میړه له خوا وژل شوي.
ښاغلی رحیم آزادۍ راډیو ته وویل، کله چې یې لور ژوندۍ هم وه، د میړه کره ورسره بد وضعیت کیده او څو ځلې د بشر د حقونو سازمانونو ته ورغله خو مرسته یې ورسره ونه کړه:
"د بشر د حقونو کمېسیون په دې برخه کې کوم کار نه دی کړی پولیسو همکاری نه ده کړي؛ د ښځو چارو وزارت تراوسه زما د لور د وژلو د علت په اړه پوښتنه نه ده کړی؛ هغوی خپل تبلیغاتي کارونه د تلویزون له لارې کوي؛ خو په عمل کې هیڅ نه کوي."
ښاغلي رحیم له حکومته وغوښتل چې؛ د لور قاتل یې ونسي او محاکمه یې کړي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت مسوولین هم وايي چې؛ په دې هیواد کې د ښځو د حقونو د دفاع اکثره سازمانونه یوازې په ښارونو کې فعالیت کوي او لرې پرتې سیمې یې له پامه غورځولي دي.
د دې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیالې "مژګان مصطفوي" آزادۍ راډیو ته وویل؛ سره له دې چې یو شمېر سازمانونو په دې اړه تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي؛ خو بیا هم هم لرو پرتو سیمو ته توجه نه کوي.
"موږ تقریباً سل تفاهم لیکونه د مدني ټولنې سره لرلې، چې دوی په ولایاتو ، ولسوالیو او کلیو کې کارونه ترسره کړې دي، خو ریښتنې خبره دا ده چې، د اکثرو ادارو تر ډيره پاملرنه په مرکز او لویو ښارونو کې وه لکه کابل، جلال اباد، هرات، مزار، کندهار او یو شمېر نور ولایتونه چې پراختیايي کارونه په کې کم شوي؛ د دوی توجه هم ورته کمه وه."
خپبله د ښځو د حقونو د دفاع ځینې ټولنې هم تاییدوي چې؛ یو شمېر دا ټولنې یوازې د تجارت او شخصې ګټو لپاره جوړ شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې د افغان ښځو د بنسټ یو غړی قاضي محمد الیاس په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د ښځو سازمانونو تجارتي شوي دي:
"هغه کارونه چې د ښځو چارو ریاست ته په کاره وو؛ هغه دوی نه دی ترسره کړي، نو زه وایم چې د ښځو سازمانونو تجارتي بڼه ځانته غوره کړې اړ کله چې د ښځو چارو وزارت او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو د ستونزو په حلولو کې پاتې راغلي نور سازمانونه خو به هم بیرته پاتې کیږي."
ښاغلي الیاس زیاتوي چې، په دې وروستیو میاشتو کې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې اجباري ودونه؛ په بدو کې د ښځو ورکول او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوي.
خو په کندهار ولایت کې د ښځو د دفاع ځينې نور بنسټونه وايي چې؛ هلته د نا امني له کبله یو شمېرسازمانونه کار نشي کولای.
په کندهار ولایت کې د ښځو د دفاع د یوې ټولنې غړې لیلا افغان د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون څخه غواړي ترڅو د ښځو د مقام او ارزښت په اړه نارینه و ته عامه پوهاوي ورکړي.
"موږ ته له درېو ولسوالیو څخه ستونزې راغلي چې په هغو کې وهلو ټکول او جبري ودونه شامل دي او زه د حقوق بشر څخه غواړم ترڅو نارینه وو ته د ښځو د حقونو او ارزښت په اړه عامه پوهاوي ورکړي."
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولین د ښځو د دفاع له ټولنو او سازمانونو غواړي چې؛ په خپلو پروګرامونو له سره غور وکړي او د لرو پرتو سیمو ښځو ته هم کار وکړي.
د دې کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنره قدریه یزدان پرست وايي؛ چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید دا سازمانونه خپل فعالیتوند ډیر کړي.
"زما په بارو دا نهادونه باید په خپلو کارونه له سره غور وکړي؛ ډیر کارونه وکړي او خپلې کاري برنامې چې په کومه طریقه مخ ته وړي باید په هغو کې بدلون راولي.
اکثره موږ له خلکو سره چې خبرې کوو؛ دې ټکې ته متوجه کیږو چې؛ د دوی هیله د ښځینه بنسټونو څخه د کار غوښتنه ده؛ زه هیله لرم چې، دا بنسټونه د خلکو د ضرورت او خدمتونو ترمنځ یو ارتباطي لار اواوسي."
د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هیواد کې څه باندې پینځه سوه سازمانونه او ټولنې له ښځو سره په حقوقي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې کار کوي.
که څه هم په تیرو دولسو کلونو کې د ښځو چارو وزارت، د بشر حقونو خپلواک کمسیون او د ښځو د ملاتړ د برخې نورو بنستونو د ښځو د حقونو د تامینولو لپاره کار کوي؛ خو بیا هم په افغانستان کې ښځې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.
راپور: مرضیه احمدزۍ