د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۵

په ميدان وردګو کې شپږ زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي


د ميدان وردګو سيمه‌ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې عمليات کړي دي، چې پکې شپږ زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي دي. دوی وايي، په دې سربېره په عملياتو کې څلور تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

چارواکي وايي، ګډو ځواکونو د ميدان وردګو په مرکز، نرخ او جغتو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې د شپږ زره کيلو ګرامه چاودېدونکيو توکو د نيولو ادعا کوي.

دوی وايي، په دغو عملياتو کې څلور تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، عمليات پرون د ميدان ښار په دره‌کهنه، د جغتو ولسوالۍ په قول پيرک او د نرخ په ده‌حيات سيمو کې شوي دي.

دی وايي، په ميدان ښار کې شپږ زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي، او په نرخ او جغتو کې بيا څلور تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوندی نيول شوی دی.

"په دره کهنه سیمه کې ګډو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو لوی زیرمتون چې په کې شپږ زره کیلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي توکې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړل."

دی وايي، په عملياتو کې سرتېرو او عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې هم په ميدان وردګو کې څلور تنه وسله وال له درنو وسلو سره نيول شوي وو.

چارواکيو هغه مهال ويلي وو چې نيولو شويو وسله والو غوښتل دغه وسلې کابل ته يوسي او هلته ورباندې لويه جرګه ګډه وډه کړي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG