د فرانسې ولسمشر له ایران سره د نړېوالې ټولنې د هر راز توافق په بدل کې د یو لړ شرطونو په وړاندې کولو سره پرون اسراییلو ته ډاډ ورکړ چې؛ د ایران په وړاندې پرخپل سخت دریځ به ودرېږي.
فرانسوااولاند له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د خبرو د نوي پړاو له پیلېدو مخکې پرون اسراییلو ته ولاړ.
وروسته له دې چې تېره اونۍ له ایران سره په خبرو کې پرمختګ ترسترګو شو، دا خوشبینۍ هم په زیاتېدو شوې چې ښايي د را روانې چارشنبې په ورځ د خبرو په بل پړاو کې به یو توافق ترلاسه شي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند Francois Hollande ایران ته له اټمي پروګرامه د لاس اخیستو لپاره د توافق په بدل کې څلور شرطونه وړاندې کړل.
ده په بیت المقدس کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل، فرانسه د یوه موقت توافق په بدل کې ایران ته څلور شرطونه وړاندې کوي.
د اولاند لومړی شرط دا و، چې ایران باید خپل ټول اټمي تاسیسات سمدستي د نړېوالو څارنې ته وړاندې کړي، دوهم دا چې په سلو کې شل درجې ته د یورانیمو غني کول بند کړي، دریم شرط دا چې باید خپلې اوسنۍ زېرمې کمې کړي او څلورم دا چې د اراک په اټومي بټۍ کې ساختماني چارې ودروي.
د فرانسې ولسمشر وویل، دا هغه شرایط دي چې هر راز توافق ته د رسېدو په برخه کې د لویدیځ لپاره حیاتي اهمیت لري.
اولاند نتنیاهو ته وویل، ترهغه چې د فرانسې قناعت ترلاسه شوی نه وي چې تهران په رښتیا هم د اټومي وسلې له جوړولو لاس اخیستی تر هغه وخته به پر دې هېواد د بندیزونو له لیرې کولو سره مخالفت ته دوام ورکړي.
د فرانسې دا ژمنه ښايي د اسراییلو له صدراعظم سره مرسته وکړي چې له ایران سره د پنځه جمع یو هېوادونو د خبرواترو په نوي پړاو کې امریکا او د نړۍ لویو قدرتونو ته قناعت ورکړي چې له ایران سره په خبرو کې خپل شرطونه لاسخت کړي.
د ایران د اټمي پروګرام پرسر اختلاف د امریکا او اسراییل اړیکي په دې وروستیو کې ترینګلي کړل او په دې توګه د ایران پرضد دې کلک دریځ فرانسه له اسراییل او د سیمې له عربي هېوادونو سره نژدې کړه.
ولسمشر فرانسوا اولاند پرون اسراییلو ته له رسېدو سره سم وویل چې؛ فرانسه د اټمي وسلې پراختیا ته اجازه نه ورکوي.
ټاکل شوې چې؛ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ښاغلي اولاند له درې ورځني سفر وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره د کتنې لپاره مسکو ته ولاړ شي او له راستنېدو وروسته د راروانې جمعې په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر جان کري سره وګوري.
نتنیاهو د پنځه جمع یو هېوادونو طرح چې ټاکل شوې له ایران سره د خبرو په راروان پړاو کې بحث پرې وشي، غندلې.
د دې طرحې له مخې که ایران له خپلو ځینو اټومي فعالیتونو څخه لاس واخلي نو پر دې هېواد د لګېدلو بندیزونو یوه برخه به هم فسخ شي.
اسراییل چې شک دی په منځني ختیځ کې به د اټومي وسلې لرونکی یوازینی هېواد وي، له کلونو راپه دې خوا پر ایران تور لګولی چې د اټومي وسلې د جوړولو پلان لري او دا یې په منځني ختیځ کې د ځان لپاره یو جدي ګواښ بللی خو ایران دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې؛ اټمي فعالیتونه یې سوله ییز اهداف لري.