د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

سچن ټنډولکر له کرکټ سره خدای په اماني وکړه


سچن ټنډولکر تر خدای په امانۍ مخکې، خپله دوه سومه سیالي ترسره کړه.

د ویست اندیز په وړاندې د (انټرنشنل ټیسټ مچ) لوبه په اسانۍ د هند په ګټه ختمه شوه.

د ممبی په (Wankhede) سټيدیوم کې چې ټنډولکر وروستۍ لوبه کوله؛ زرهاوو تنه د درناوي لپاره ورته ودرېدل او ټنډولکر د هند د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړو په بدرګه له میدانه ووت.

د ټنډولکر یو مینه وال ویباو نن رویټرز خبري اژآنس ته وویل:

"موږ دلته یوازې د سچن ټنډولکر د لوبې د لیدو لپاره راغلي وو. د دې لوبې لیدل ګران و، ځکه موږ پوهیږو چې هغه به نور لوبه نه کوي. موږ به هغه تل یادوو."

سچن ټنډولکر په ټوله نړۍ کې مینه وال لري او حتی په هغو هېوادو کې چې د هند د کرکټ سخت دښمنانان بلل کیږي؛ محبوب دی.

د سچن ټنډولکر د خدای په امانۍ سره سم د نړۍ په بیلا بیلو هېوادو کې د کرکټ مینه والو هغه ته د مبارکۍ، درناوي او ستاینې پيغامونه وراستولي دي.

د ټنډولکر لومړۍ نړیواله مسابقه په نولس سوه نهه اتیا میلادي کال کې د پاکستان پر وړاندې وه؛ خو رپوټونه وايي، سچن ټنډولکر ته له پاکستانه هم د مینې او ستاینې زیات پيغامونه ور استول شوي وو.

په پاکستان کې زیاتو عمده خپریدونکو ورځپاڼو لکه (The Dawn) د هند د کرکټ د نه ماتېدونکي سړی (سچن ټنډولکر) پر لوبو؛ شخصیت او ریکارډونو سرمقالې خپرې کړې دي.

ټنډولکر څلویښت کلن دی او څلرویشت کاله یې د هند لپاره نړیواله لوبه وکړه.

د کرکټ نړیوالې شورا ټنډولکر یو استثنايي سړی بللی چې؛ په ټوله نړۍ کې یې سخت درناوی کیږي.

ټنډولکر بټسمن وو. ده په نړۍ کې د کرکټ تر بل هر لوبغاړي زیاتې منډې (رنزونه) کړې دي.

ټنډولکر د نړیوالې لوبې په توګه، د کرکټ په معرفي او معیاري کولو کې هم لوی لاس درلود.
XS
SM
MD
LG