که څه هم د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کابل او اسلام آباد تر منځ په دې وروستیو کې مثبت مذاکرات شوي، خو له افغانستان سره د پاکستان د ژمنو عملي کېدو ته د شک په سترګه ګوري.
د افغانستان، پاکستان او بریتانیا تر منځ په څلورمه درې اړخیزه غونډه کې چې په دې وروستیو کې په لندن کې جوړه شوې وه؛ پاکستاني چارواکو یو ځلې بیا د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه و کړه.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویل، چې پاکستان باید خپلې ژمنې په عملي ګامونو سره ثابتې کړي.
"هیڅ تضمین نشته، یوازینی تضمین د شویو موافقو په برخه کې عملي اقدامونه دي. موږ چې د پاکستاني چارواکو سره کوم بحثونه درلودل او په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا تر منځ د غونډې تر جوړیدو وروسته دا بحثونه لا هم جریان لري. موږ هیلمند یو چې، و کړای شو د افغانستان او پاکستان تر منځ د دې مثبتو خبرو څخه د پام وړ نتیجې تر لاسه کړو."
ښاغلي موسی زي دغه راز هیله څرګنده کړه، چې پاکستان به د دوه اړخیزو موافقو له مخې د افغانستان د سولې په بهیر، د تروریزم په له منځه وړلو او د افغانستان د انتخاباتو د امنیت په خوندي کولو کې همکاري وکړي.
د لندن له غونډې وروسته د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي هم په کابل کې د امریکا د سنا یوه پلاوي ته وویل چې؛ په لندن کې یې د پاکستان له صدراعظم سره خبرې ګټورې او مهمې وې.
پاکستان تل د افغانستان په اړه په جوړو شویو نړیوالو غونډو کې د همکارۍ ژمنې کړي. خو افغان چارواکي وايي چې، دغه هېواد تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره لازم عملي ګامونه نه دي اخیستي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وایي؛ د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو لپاره باید ملګري ملتونه هم حضور ولري.
"زما نظر دا دی چې، که د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي قرارداد لاس لیک شي؛ دا به افغانستان ته قوت ورکړي؛ بل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ کوم مذاکرات کیږي؛ باید د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې وشي. ځکه د دواړو لورو تر منځ اوس اعتماد له منځه تللی."
کارپوهان په دې باور دي چې، پاکستان تل د افغانستان له بې ثباتۍ څخه په خپله ګټه کار اخلي او له همدې امله نه باید د دې هېواد صادقانه همکارۍ ته تمه و اوسي.
خو دا کارپوهان سپارښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا کولای شي؛ پاکستان له افغانستان سره د سولې او امنیت په پروسه کې همکارۍ ته و هڅوي.