د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۱

چارواکي: د ۵۸۰۰۰ لېټره تېلو غله ونيول شول


د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د سپريم کمپنۍ د غلا شويو اته پنځوس زره لېټره تېلو غله نيولي دي. په نيولو شويو غلو کې درې تنه سيمه‌ييز پوليس دي چې د ميدان وردګو له سيداباد څخه يې دغه تېل غلا کړي وو.

چارواکي وايي، د اته پنځوس زره لېټره تېلو هغه غله يې نيولي دي، چې څه موده وړاندې يې د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د سپريم کمپنۍ تېل غلا کړي وو.

غلا شوي تېل په جلرېز ولسوالۍ کې پر يوه تېل پلورونکي خرڅ شوي وو، خو غله په کابل کې پوليسو ته په ګير ورغلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د تېلو تر غلا کېدو وروسته د ميدان وردګو والي امنيتي ځواکونو ته د تېلو د پيدا کولو او د غلو د نيولو امر وکړ.

دی وايي، تېل د جلرېز ولسوالۍ په زېولات سيمه کې موندل شوي، خو له غله بيا د کابل په ابن سينا روغتون کې نيول شوي دي.

"په میدان وردګو ولایت کې هغه پنځه کسان چې د عزیز په نوم د یو کس د موټر په وسیله یې د سپریم کمپنۍ تېل له فراه ولایت څخه کابل ولایت ته لېږدول، چې د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان یاد موټر لادرکه شو، وروسته دغه اته پنځوس زره لېټره تېل د جلرېز په زېولات سيمه کې نيول شوي. او غله د کابل په ابن سينا روغتون کې نيول شوي دي."

خوګياڼي وايي، په غلو کې درې تنه سيمه‌ييز پوليس هم شامل دي. چې په خبره يې، ټولو نيولو شويو کسانو خپل جرم منلی او دا مهال د څرخي پله زندان ته لېږدول شوي دي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG