افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسعود په یوه نا مناسب وخت کې ووژل شو او تمه ده چې دا کار به د سولې هڅې زیانمنې نه کړي.
ولسمشر حامد کرزي دغه خبره تیرماښام د امریکا د کانګرس له یوه پلاوي سره د ملاقات پرمهال په کابل کې وکړه.
ځیني کارپوهان هم وایي، د ولسمشر په ګډون افغان چارواکي دا اندیښنه لري چې؛ د مسعود وژل کیدل به د افغانستان د سولې بهیر ته زیان ورسوي.
د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د تیرې جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
که څه هم د هېواد دننه ځینې کړۍ ډاډه دي چې؛ د حکیم الله مسعود وژل کیدل به پر افغان طالبانو او د دوي د سولې پرهڅو کوم اغیز ونه کړي، خو ولسمشر حامد کرزی وایي، مسعود په نامناسب وخت کې ووژل شو.
ولسمشرکرزي د ارګ په ماڼۍ کې د امریکا د کانګرس له یوه پلاوي سره د ملاقات پر مهال وویل، هیله ده چې؛ د مسعود وژل کیدل د افغانستان او پاکستان د سولې په روانو هڅو کوم اغیز ونه کړي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه له مخې ولسمشر همدا راز په لندن کې د پاکستان له صدارعظم نواز شریف سره خپله وروستۍ کتنه هم ډیره مهمه او ګټوره بللې ده.
کارپوهان وایي، د ولسمشر اندیښنه له دې امله ده چې دا پيښه ښايي د دې سبب شي چې د پاکستان د صدراعظم وروستۍ ژمنې عملي نشي.
حاجي سید داود د ولسمشر حامد کرزي دا اندیښنه په ځای بولي او وایي چې؛ د حکیم الله مسعود وژل کیدو پاکستاني طالبان په غصه کړي او دوي به په لنډ وخت کې د اسلام اباد له حکومت سره د سولې خبرې هم پيل نه کړي:
"د پاکستان د طالبانو تحریک د افغانستان د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره بیعت لري، کله چې د پاکستان د دولت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مخالفت راځي، بې له شکه د افغانستان د طالبانو په تحریک هم تاثیر کوي، دا مساله چې وشوه، اوس نواز شریف نه شي کولای پاکستاني طالبانو ته قناعت ورکړي او کله چې هغوی قانع نه وي او د پاکستان لانجه له خپلو طالبانو سره وي، نو پاکستان به څنګه وکولای شي زموږ طالبان دې ته وهڅوي چې له ولسمشر کرزي سره خبرو کې برخه واخلي."
وروسته له دې چې؛ تیره جمعه د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د امریکایي ځواکونو په هوایي حمله کې ووژل شو، اوس پاکستاني طالبانو ویلي چې له اسلام آباد سره د سولې د خبرو هیڅ جواز نه دی موجود.
د پاکستان حکومت هم د مسعود وژنه د سولې پر بهیر حمله بللې او ویلې یې دي چې؛ دوي به له امریکا سره په خپلو اړیکو هم له سره غور وکړي.
نوموړی په داسې حال کې ووژل شو چې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او طالبان په خپلو کې د سولې د خبرو پیل ته نږدې شوي وو.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي، د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کیدل به پر افغان طالبانو ډير تاثیر ونه لري:
"دا چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د شروع کیدو په حال کې وې، هغې کې به طبعآ یو ځنډ راځي، زه فکر کوم چې دا موضوع به افغاني طالبانو باندې ډیر تاثیر ونه لري."
خو د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مسعود وژل کیدل یوه لویه ضایعه بللې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د امریکا ددې ډول حملو مخنیوی وکړي.
ځینې افغان څیړونکي وایي، د پاکستان د استخباراتو ځینې کړۍ نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې له خپلو وسله والو طالبانو سره سوله وکړي.
دوی وایي، پخوا هغه افغان طالبان هم د پاکستان د استخباراتي کړیو له خوا وژل شوي او یا نیول شوي چې د سولې د خبرو پلویان وو.
راپور: اسدالله لودین