د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۱

بارک اوباما او د عراق صدراعظم خبرې سره وکړې


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما نن (جمعه) په سپینې ماڼۍ کې د عراق د صدراعظم نوري المالکې سره وکتل.

المالکي تر دې کتنې مخکې د امریکا د سولې انستیتیوت ته خبرې وکړې. ده وویل، د عربې سپرلې (The Arab Spring ) له امله دیتکاتوري رژیمونه چې د اوږدې مودې لپاره یې په منځني ختیځ کې حکومت کړی وو ، ړنګ شول او په دې ډول د قدرت خلا رامنځ ته شوه .

د المالکي په وینا ، د زړو رژیمونو ړنګیدو په سیمه کې د قدرت خلا رامنځ ته کړه او د افراطې ډلو را پورته کیدو ته یې زمینه برابره کړې ده .

د عراق صدراعظم وویل، د القاعده تروریستي شبکه هغه چټل باد دی چې غواړې ټولې نړۍ ته پراخ شي.

د عراق صدراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې د هغو تروریستانو سره چې اوسمهال ورسره مخامخ دی، د مبارزې په خاطر د پوځي مرستو ترڅنګ په استخباراتي چارو کې همکاریو ته اړتیا لري.

المالکي وویل، د عراق د حکومت تر ټولو ستره لاس ته راوړنه دا وه چې عراقیان یې سره متحد کړل.

المالکي: زموږ تر ټولو ښه لاس ته راوړنه دا وه چې عراقیان متحد کړو . موږ یو وار بیا عراق ته د وفادارۍ د اصل پر اساس کار پیل کړ نه د کوم فرقه یي یا مذهبي اصل پر اساس .

هو ! ځينی خلک لا هم هغسې فکر کوي خو موږ د دې ډول فکر د ختمولو لپاره کار کوو چې د عراقي فکر لاره د شیعه یا سني ، کرد یا عرب لاره نه ده .

د عراق صدراعظم زیاته کړه چې هیواد یې د خپل سیاسي سیسټم او دډیموکراسۍ د ټینګولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.

عراقي زیاته کړه چې که د عراق خلک وغواړي د دریمې دورې لپاره به هم په قدرت کې د پاتې کیدو هڅه وکړي.

نوري المالکي او ورسره هیات امریکا ته په در ې ورځني سفر کې د لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره کتلي دي.

دوي د پنجشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر چک هیګل او د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې له مشر جنرال مارتین ډیمپسي سره وکتل.

سپنې ماڼۍ ویلي چې نوري المالکي پرون د جمهور ریس د مرستیال جوبایدن سره دوه په دوه خبرې وکړې چې دوه ساعته یې دوام وکړ.

د سپینې ماڼۍ په وینا ، داخبرې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا متمرکزې وې.

د ملګرو ملتو سازمان وايي، سږکال په عراق کې په فرقه یې تشدد او وسله والو حملو کې لږترلږه اوه زره تنه وژل شوي دي.

هغه ارقام چې د عراق د حکومت مختلفو ادارو د جمعې په ورځ په ګډه خپاره کړل څرګندوي چې نږدې رز تنه یوازې روانه میاشت (اکټوبر) په حملو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG