د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۳

د څمکنيو مظاهره چيان: موږ به د دولت پر ضد پاڅون وکړو


د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ منده خېلو کلي کې د څمکنيو او جانيخېلو ترمنځ د غځېدلې لويې لارې پرسر تر ۳۰۰ سيمه والو ااو لارويانو مظاهره وکړه.

مظاهره چيانو چې له ځانو سره يې د فساد پر ضد شعارونه لېږدول،په حکومت تور پورې کړ چې له لسو کلونو راهيسې يې د سړک جوړېدو ژمنې روانې دي او شپږ کاله وړاندې يې د جوړېدو پرانيسته شوې او څو فيصده کارونه يې ترسره شوي هم دي.

قهرجنو مظاهره چيانو په ولايتي اداره د فساد تور پورې کاوه، ويل يې چې په وارونو، وارونو يې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه ترې کړې، خو دوی ته يې لا هم مثبت ځواب نه دی ورکړی او د سړک جوړېدو چارې يې له څو کلونو راهيسې په ټپه ولاړې دي.

د دوی په خبره که ولايتي او مرکزي اداره يې په سيمه کې د سړک جوړېدو او نورو ټولګټو پروژو چارې، پيل نه کړي د څمکنيو، جانخېلو،احمدخېلو،ځاځي اريوب،لجه منګل او ډنډې پټان ولسوالۍ اوسېدونکي به د خپل حق غوښتو په خاطر لارو کوڅو ته راووزي.

د څمکنيو قومي مشرانو له رسنيو سره په خبرو کې وويل : که چېرته حکومت د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دوی به د ځايي حکومت پر ضد پاڅون ته ملا وتړي او په راتلونکو ټاکنو کې به خپل پرېکون اعلان کړي:

”پاڅون به کوو د دې سړک په اړه، ځکه دا زموږ د کونډو، يتيمانو او خلکو حق دی، موږ مظاهره په دې خاطر کړې ده، چې زموږ والي او پارلمان ټول دې ته پام وکړي“

” زموږ حق موږ ته نه دی راکړل شوی دا سړک خراب دی، او څو کلونه کيږي چې له موږ سره ژمنه کيږي چې موږ ته سړک جوړوي، خو چې اوس چارې پيل نه شي، نو موږ په انتخاباتو کې برخه نه اخلو او دا ځل چې هرڅوک ودريږي موږ هغوی ته رايه نه ورکوو “

د پکتيا فوايدعامې رييس انجينر عبدالله دراني څو ورځې مخکې له ازادۍ راډيو سره په پکتيا کې د جوړېدونکو سړکونو په اړه چې چارې يې په ټپه ولاړې دي وويل د هغو سړکونو چې هوار کاري يې شوې وه د مرستندويو او قراردادي شرکتونو ترمنځ د مشکلاتو پر اساس ولاړې دي.

د دې سړک جوړېدو چارې نږدې شپږ کاله وړاندې د ای ار ډي مرستندوی ډلې له خوا پيل شوې، هوار کاري يې شوهې وه، خو د پخېدو چارې يې نيمګړې پاتې شوي.

موږ وغوښتل چې؛ د خلکو د مظاهرو په اړه د فوايدعامې د ريس او يا د هغوی د اداري مسولو کسانو نظر واخلو، خو په دفتر کې د دوی د نشتوالي او د ټليفونونو د بندوالي له امله يې د نظر په ترلاسه کولو بريالي نه شو.

د پکتيا له مرکز ګردېزه په يوه لرې ولسوالۍ څمکنيو کې د سيمې اوسېدونکي په داسې وخت مظاهره کوي، چې نږدې څلور ورځې وړاندې د همدې ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې هم د سيمې اوسېدونکو او لارويانو د سړک د جوړېدو غوښتنه د يوې مظاهرې په ترڅ کې وکړه.

پاتې دې نه وي، چې د پکتيا مرکز ګردېز ته د راغځېدلو لويو لارو په اړه د دې ولايت اوسېدونکو په وارونو، وارونو مظاهرې کړي دي.

د ګردېز او غزني تر منځ غځېدلې لويه لاره لا هم د نامعلومو دلايلو له کبله هماغسې ورانه پاتې ده،د ګردېز او سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان تر منځ غځېدلې لويه لاره د يو کال په تېرېدو کنډ کپر شوې، د ګردېز او خوست تر منځ غځېدلې لاره لا هم تر ډېره ځايه په خپل حال پاتې ده، چې د دې هرې لارې د ورانۍ له کبله د ژمي په موسم کې ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وي.

راپور- داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG