د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

بهرنیو چارو وزارت: جرمني په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست


وروسته تر هغه چې افغان حکومت په کابل کې د جرمني سفارت د امنیت ساتلو ډاډ ورکړ؛ جرمني په کابل کې د خپل سفارت د ویزې څانګه بېرته پرانستله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ جرمني ته تلوونکي کسان اوس بېرته کولای شي چې؛ په کابل کې د دې هېواد سفارت ته ورشي.

"د جرمني سفارت د قونسلي چارو برخې بېرته فعالیت پيل کړی او اوس مراجعین هم مني او همدارنګه د ویزې د ورکولو په برخه کې هم کار کوي."

شا او خوا لس ورځې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې؛ په کابل کې یې خپل سفارت د امنیتي ګواښونو له امله بند کړی دی.

د جرمني حکومت د خپل هېواد د استخباراتو له خولې ویلي وو چې؛ په سفارت باندې یې د حملې خطر شته. خو افغان حکومت هم هغه وخت ویلي وو چې؛ جرمني سفارت په بشپړه توګه نه دی بند شوی؛ بلکي یوازې د ویزې ورکولو څانګه یې بنده شوې ده.

همدارنګه افغان امنیتي مسوولینو ډاډ ورکړی و چې؛ په دې هېواد کې یوازې د جرمني نه بلکې د ټولو ډیپلوماټیکو ادارو د امنیت ساتلو مسوولیت او توان لري.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ په روانه میاشت کې به په سویډن کې سفارت پرانیزي.

د سویډن د دفاع وزیره کابل ته راغلې او د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان د بهرنیو چار وزارت له مسوولینو سره خبرې کړي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

جانان موسی زی په دې اړه وايي چې؛ افغانستان په سویډن کې خپل سفارت پرانیزي:

“د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د سویډن د شاهي دولت د دفاع له وزیرې کارن اینسټروم سره نن خبرې کړي، په دې لیدنه کې د افغانستان او سوېډن پر نژدې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې او پر دې ټینګار وشو، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اوس او له ۲۰۱۴م کال وروسته پراخې اړیکې ولري.

همدا راز پر دې خبره وشوه، چې افغان دولت په روانه میلادي میاشت کې د سوېډن په مرکز ستاکولوم کې خپل سفارت جوړوي."


سویډن د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۳۰۰ پوځیان لري چې؛ د دې هیواد په شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي.

دې هیواد له ۲۰۰۲م کال راهیسې له افغانستان سره ۷۰۰ میلیونه ډالره مرستې کړي او د افغانستان په اړه د توکیو په کنفرانس کې یې ژمنه کړې، چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به هم هر کال له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د راپورونو له مخې افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د سیمې او نړۍ له بیلا بیلو هېوادونو سره په بې ساري توګه ډیپلوماټیکي اړیکي جوړي کړي؛ خو کله نا کله ویل کیږي چې؛ افغان دولت په خپل بهرني سیاست او ډیپلوماټیکو اړیکو کې ښه پرمختګ نه دی کړی.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG