په بروکسل کې د اروپایي ټولنې مشران د جمعې په ورځ هم غونډه کوي. دا دوه ورځنۍ غونډه چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه؛ تر ډېره پرې دې ادعا اغیز کړی چې؛ د امریکا د استخباراتو ادارې د خپلو دوستو اروپایي هېوادو د ټیلفونونو څارنه کوي.
وار له مخه داسې اټکل شوی و چې؛ د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې به د اروپایي ټولنې پر اقتصادي ستونزو خبرې وشي او د هغو غیرقانوني کډوالو مساله به وڅیړل شي چې؛ د افریقا له شماله او منځني ختیځه اروپا ته راځي؛ خو د غونډۍ په لومړۍ ورځ د امریکا د استخباراتو له لورې د جرمني د صدراعظمې د موبایل ټیلفون د څارنې مساله لویه شوه.
انګیلا میرکل چې پرون څرنګه د بروکسل سرمشریزې ته راورسیده؛ ویې ویل د اروپایي ټولنې او امریکا تر منځ باید بیا له سره اعتماد پیدا شي:
"کله چې موږ د امریکا د ملي امنیت په اړه خبرې کوو؛ نو ما په صراحت د امریکا ولسمشر ته ویلي دي چې؛ د ملګرو تر منځ باید هیڅکله داسې ونه شي. ما دا خبره د جون په میاشت کې چې اوباما په برلین کې و؛ وکړه او پرون مې بیا ټیلفون ورته وکړ او ورته ومې ویل، دا د ټولو جرمنیانو غوښتنه ده زما شخصي خبره نه ده.
د ټولو هیوادوالو لپاره ده او موږ د خپلو متحدانو او شریکانو تر منځ اعتماد ته ضرورت لرو، داسې اعتماد باید له سره پیدا شي."
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ میرکل ته ډاډ ورکړ چې؛ د امریکا استخباراتي ادارو د دې د موبایل څارنه نه ده کړې؛ خو سپینې ماڼۍ ډډه وکړه چې؛ په دې اړه توضیحات ورکړي چې؛ پخوا د میرکل د ټیلفون څارنه شوې ده که نه ده شوې.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني پرون وویل:
"موږ د ډیپلوماټیکو چاینلونو له لارې له خپل نژدې متحد جرمني سره په لوړه کچه او نورو سطحو مستقیم ارتباط لرو او امریکا په لوړه سطحه د امنیتي ګواښونو په برخه کې له جرمني سره نژدې همکارۍ ته ډیر ارزښت ورکوي، لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې؛ موږ د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو پر لارو چارو بیا غور کوو؛ څو ډاده شو چې، هغه توازن چې ما یې یادونه وکړه ساتل شوی دی.
تر دې ورها خوا زه نه غواړم چې په دې برخه کې یا په نورو قضیو کې ځانګړي ادعاو ته مخه کړم چې؛ تر اوسه په راپورونو کې خپاره شوې دي."
د میرکل د ټیلفون د څارنې خبره؛ څو ورځې وروسته تر دې راپورونو خپره شوه چې؛ د امریکا د ملي امنیت ادارې په فرانسه کې په میلیونونو ټیلفونونه څارلې دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلې دي چې؛ دی غواړي دا موضوع د اروپایي ټولنې د مشرانو د غونډې په اجنډا کې شامله شي.