د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانګرس څخه غوښتنه کړې چې؛ له پاکستان سره په امنیتي برخه کې پرلګول شوې مرستې بندیز لیرې کړی او له اسلام اباد سره د څه باندې درې سوه ملیون ډالرو مرسته تصویب کړي.
چارواکو دا خبره پرون په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف له واشنګټن څخه په لیدنه بوخت دی وکړه. ویل کیږي د دغه اقدام هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د خړ پړشویو اړیکو ښه کیدل دي.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې مرستیالې "مري هارف" وویل؛ دا له پاکستان سره د امنیتي مرستو د هغې لړۍ یوه برخه ده چې؛ په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲کلونو کې د یولړدوه اړخیزو مسایلو له امله ټکنۍ شوې وه.
دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې؛ د بهرنیو چارو وزیر جان کری پرون په واشنګټن کې له نوازشریف سره وکتل. دا امریکا ته په څو وروستیو کلونو کې د پاکستان د ترټولو لوړرتبه چارواکې لومړنی سفردی.
کری د کتنې په پیل کې وویل چې، موږ به په ډیرومسایلو خبرې وکړو او له پاکستان سره اړیکې ډیرې مهمې دي.
"ډېر مسایل دي چې موږ باید خبرې پرې وکړو او له پاکستان سره اړیکي تر دې زیاتې مهمې کېدای نه شي. پاکستان هغه ډیموکراسي ده چې د خپل اقتصاد د خوځښت او د افراطي وسله والو ډلو پرضد په مبارزه کې کلکې هڅې کوي؛ د سیمه ییز ثبات لپاره هم مهم دی."
د بهرنیو چارو وزارت وویل، دواړو لورود تروریزم ضد، انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پرهمکاریو او هم د افغانستان د امن کولو د هڅو په اړه خبرې وکړي.
نوازشریف په څلورورځني رسمي سفر واشنګټن ته رسیدلی او ټاکل شوې چې، د چارشنبې په ورځ له ولسمشربارک اوباما سره وګوري.
امریکايي چارواکو دغه راز ویلي، واشنګټن چمتو دی چې له پاکستان سره 1.6 میلیارد ډالره کلنۍ پوځي او اقتصادي مرسته بیا پیل کړي.
د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي د ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې د امریکا د ځانګړو کوماندو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته ترینګلې شول.
په داسې حال کې چې واشنګټن په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په درشل کې له دی هیواده د درنو پوځي وسایلو او تجهیزاتو د ایستلو لپاره تیاری نیسي د پاکستان همکارۍ ته اړتیالري.
واشنګټن همداراز له طالبانو سره د افغان چارواکو د سولې په هڅو کې د پاکستان د مرستې غوښتونکی دی.
خو پاکستان بیا په خپل قلمرو کې د بې پیلوټه الوتکو له حملو ناراضه دی او له امریکاغواړي چې، دغه حملې پای ته ورسوي.