د بریتانې چاپ ډیلي میل خپرونې د هغو درېیو بریتانوي سرتیرو د محاکمې په اړه چې په افغانستان کې د یوه طالب زنداني په وژلو تورن دي، یو مطلب لیکلی دی.
خپرونه لیکي:
د افغانستان په ۱۲ کلنه جګړه کې دا لومړۍ ځل دی چې؛ د بریتانيي د سلطنتي سمندري ځواک سرتیري د یوه زنداني د وژنې په قضیه کې محاکمه کیږي.
د برتانېې د دفاع وزیر فلیب هامون د دې قضيي د پرمختګ په اړه چې خورا حساسه بلل شوې ده، صدراعظم ډیوډ کمرون ته معلومات ورکړي دي.
ډیلي میل لیکي:
د بریتانوي سرتیرو له خوا په افغانستان کې د یوه طالب زنداني د وژل کیدو قضیه د لومړي ځل لپاره هغه وخت پورته شوه کله چې جنايي پولیسو د یو بل جلا جرم په اړه د تحقیقاتو پر مهال د دغو سرتیرو په کمپیوټرونو کې د دغې قضيي په ارتباط یوه ویډیو پیدا کړه.
په دغې ویډیو کې ښکاره کیږي چې؛ بریتانوي کمانډو سرتیري د ټپي شوي زنداني د پاسه ولاړ دي او د هغه د برخلیک په اړه خبرې کوي.
ډیلي میل وړاندې لیکي:
ټاکل شوې ده چې؛ د تورونو سرتیرو پوځي محاکمه راتلونکې چهارشنبه پیل او د راتلونکې نومبر میاشت تر پینځلمسې پورې دوام وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له پاکستان سره د متحده ایالاتو د مالي مرستو د بیا پیلیدو موضوع یاده کړې:
نیویارک ټایمز د امریکايي مقاماتو په حواله لیکلي:
متحده ایالات پاکستان ته هغه څه د پاسه یو عشاریه ۶ میلیارده ډالر مرسته ورکوي چې؛ په ۲۰۱۱م کال کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو وروسته د دواړو خواو ترمنځ اړیکو کې له کړکیچ وروسته ځنډول شوې وه.
د ورځپاڼې په وینا تمه ده چې؛ د دې مرستې اعلان به ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د کتنې پر مهال وکړي.
د مطلب لیکونکی وايي، سره له دې چې امریکا غواړي د دې مرستې له لارې د پاکستان پر وړاندې خپل ښه نیت څرګند کړي خو بیا هم د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکو کې کړکیچ لا پر ځای پاتې دی.
د نیویارک ټایمز په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ یوه بله مسله د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې موضوع ده.
امریکايي چارواکي په دې باور دي چې پاکستان کولی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې طالبان خبرو اترو ته کښینوي.
خو د ورځپاڼې په وینا متحده ایالات په عین وخت کې د حقاني شبکې په شان ډلو سره د پاکستان د پوځ اړیکو ته د شک په سترګه ګوري.
نیویارک ټایمز د مطلب په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماري حارف په حواله لیکلي:
له پاکستان سره د مرستو بیا پیلول د پوځي همکارۍ د هغې اوږدې لړۍ یوه برخه ده چې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې دواړو لورو ته د ورپیښو چلنجونو له امله ټکنۍ شوې وه.