د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

يو ۷ کلن ماشوم د ۲۴ کلن په څیر




په اور کې نه سوځېدونکی ماشوم!

د پکتيا سېدکرم ولسوالۍ په کوندرخېلو سيمه کې د کلي د جومات ترڅنګ خړ کور داسې نه ښکاري چې په دې کې به داسې څوک هم وي چې يو ناڅاپي د رسنيو پام ور واړوي.

په سره غرمه د پکتيا مرکز ګردېز ختيځ خواته اتلس کيلومتره لرې سېدکرم ولسوالۍ کوندرخېلو سيمې ته ورسېدو، په پوښتنه، پوښتنه مو د اوه کلن عبدالواحدکور پيدا کړ، موږ ته د منلو نه وه چې په دې کور کې دې له وخته وړاندې زلمی شوی لا هم په زانګو کې پروت وي.

د کور په خړو دېوالونو کې خښې لرګينې دروازې مخ ته يو سپين ږيری او ورسره درې ماشومان چې يوه يې ډېره کمکۍ جينۍ وه زموږ په انتظار په دې خاطر ولاړ وو چې موږ به ورځو او د دوی د زلمي ماشوم په اړه به ورسره خبرې کوو.

عبدالواحد چې اوه کاله وړاندې پيدا شوی، لا په درېيم او څلورم کال د کورنۍ او کلي خلک ځکه حک حيران کړي دي چې په هغه وخت کې يې په تنکي مخ د برېت او ږيرې نښې راپيدا شوې او په ډېرې تېزۍ سره يې وده وکړه.

دغه ماشوم، چې له قده ټيټ دی، د لاس او پښو ګوتې يې څلرويشت دي،ږېره او برېتونه يې داسې ښکاري چې ته وا دا ماشوم نه بلکې ځوان زلمی دی او نږدې څلرويشت کاله عمر يې کړی دی، خو داسې نه ده، اوه کاله او شپږ مياشتې مخکې په دې کور کې پيدا شوی دی، نيکه يې چې ريدي ګل نوميږي د ده په اړه په دروازه کې چې لا ماشوم ته نه و ور رسېدلي وويل :

”دغه کيږي اوه کاله او شپږ مياشتې چې دی پيدا شوی دی“

د غټې برجورې کلا په منځ کې چې يو خړ کليوالي ژوند وو، په تنابونو د کور د لويو او وړو کالي ځړېدل، د تراکتور خالي ټيله ولاړه وه، د ژمنيو لرګيو پنډ په لرې کونجکي کې پروت وو، د کلا په خړ انګړ کې چرګې او چرګوړي يو په بل پسې په دانه ټولولو لګيا وو، بابا ريدګل چې د عمر پينځوس پسرلي يې تېر کړي وو زموږ مخ ته روان شو او د خټينې تعميري نقشې په منځني وره يې ور دننه کړو.

دننه مو پام شو چې د دهليز دواړو خواته د کوټو ورونه راپرې شوي وو، موږ دا تمه لرله چې اوس به مو يوې کوټې ته بيايي او ماشوم عبدالواحد به راباندې ګوري، خو زموږ خيال برعکس وخوت، په دهليز کې راځړېدلې زانګو ته يې ودرولو.

زانګو له عادي زانګوګانو سره فرق درلود،ځکه چې هغه له وسپنو يا له پلاسټيک څخه د ماشومانو په خاطر جوړيږي، خو دغه له بوجيو څخه جوړه زانګو وه چې د کوټې په تيرونو کې په غټو پړيو کې راځړېده، موږ حيران وو سپين ږيري ريدګل په زانګو پرته سره بړستن په کرار پورته کړه او له موږ يې د عبدالواحد د ليدو هيله وکړه.

حيرانتيا مو په حقيقت واوښته، داسې راته وه اسېده چې څلرويشت کلن زلمی د دوه کلن ماشوم پر ځای پروت دی، ځکه د ده په مخ وېښتو، د ده د وجود پنډوالي عکسونو او وېډيو اخيستو ته لا هم لېوال کړو.

موږ لګيا يو په زانګو کې د پراته ويده عبدالواحد عکس او ويډيو اخلو، خو په ناڅاپي ډول راويښ شو، شور يې جوړ کړ، حيران شو چې موږ په ده باندې څه کوو؟

له ريدګل کاکا مو غوښتنه وکړه چې لمسی يې بايد له زانګو راکوز کړي، او بهر يې راوباسي چې خبرې ورسره وکړو، خو هغه دغسې وکړل راکوز يې کړ، له دهليزه يې انګړ ته راوويست، خو عبدالواحد د يوې خبرې په موډ کې هم نه وو، خو نيکه يې وويل :

” دی چې د دريو کالو وو د ده بريتونه راشنه شول، په څلور کلنۍ کې يې ږيره شنه شوه، چې ډاکترانو ته مو وروړ هغوی ويل دا د قدرت کار دی د ډاکټرانو کار نه دی، کله چې په کار شي بيا نو دلته څملي او بيا موږ په زانګو کې زنګوو، دومره طاقت دی پکې چې په غېږ دې ورولم هېڅ ترې خلاصېدلی نه شې، او تاسې يو هم نه شئ ورته ټېنګېدلای “

د عبدالواحد نيکه او کليوال حيران ځکه دي چې له دې وړاندې له داسې کومې پېښې سره نه دي مخ شوي او نه يې په ټوله کورنۍ کې داسې څوک پيدا شوي، د ريدګل په خبره چې لمسی يې له پيدا کېدو وروسته په ډېرو ډاکټرانو ګرځولی دی، يو ځل يې سر هم ورته اپرېشن کړی.

” په درۍ کلنۍ کې مو لاهور ته بوت چې ډاکتران يې وګوري هغو بيا وويل چې د دې په سر کې رسولۍ دانه ده، بيا يې اپرېشن ورته وکړ، بيا ما پوښتنه ترې وکړه چې څنګه دی لېونی دی، که څنګه هغه، وويل چې نه دا د قدرت کار دی، غږ او وجود يې داتلس کلن دي او خدای داسې پيدا کړی دی “

ريدګل خپل لمسي ته نه دی خپه ، هغه په دې عقيده دی چې په هرڅه کې د الله تعالی خپل حکمت وي او هغه باور لري چې دا پرې د خدای له لوري امتحان دی او دی له خپل لمسي سره تر هرچا زيات ښه سلوک کوي، دی وايي چې دی ورسره يو ځای ډوډۍ خوري، په خپل لاس ډوډۍ ورکوي، که دی نه وي بيا نو په کور کې حتمي د عبدالواحد نيا ورته ناسته وي او ډوډۍ ورسره خوري؛ عبدالواحد عجيبه دی، په شپه ورځ کې شپږ وخته مړۍ خوري او په يو وار يو کيلو غوښه خوړلای شي، خو دوی ورسره د ده په خوراک کې احتياط کوي:

” ډېر له ماسره او نيا سره جوړ دی، د ورځې پينځه شپږ وارې خوراک کوي، يوه ګوله زه خورم او يوه ده ته ورکوم، چې که ما يو هم زياته وخوړه بيا مې خير نشته او مروريږي نيا ته ورځي او له هغې سره ډوډۍ خوري او هغه هم ورسره بايد همداسې چلند وکړي “

عبدالواحد يو بل مشر ورور هم لري، هغه چې د ده په څنګ کې کېښناست،داسې پورې ښکارېده لکه چې دی ترې نږدې ۱۷ کاله مشر وي، خو له هغه سره مو چې د ده په اړه خبرې وکړې چې ورځنی سلوک يې ورسره څنګه دی، څنګه ژوند کوي او د غوسې په حالت کې يې وضعيت څنګه وي راته ويې ويل :

” زه سليمان نومېږم د ۱۱ کالو يم، دا مې ورور ده زه ډېر پرې مشر يم، خو دا قدرتي ده، چې په ږيره او بريت يې وېښتان راغلي دي، موږ يې په ډار او وېره پوهېږو منډې وهي او چيغيږي او وروڼه او خويندې وهي، چې په غوسه شي هرڅه ماتوي“

عبدالواحد جالب ژوند لري، موږ يې نيکه سره خبرې کولې دی په غوسه شو، په خپل لاس يې غاښونه ټينګ کړل، خو ځان يې خوږ نه کړ، نيکه يې ويل دی کله، کله همداسې کوي، پېريان پرې راځي، او د اورته لېدو هغه کيسه يې هم وکړه چې څه وخت وړاندې اور ته لوېدلی وو او په اور کې يې يوازې بوټان سوي وو دی روغ رمټ وو.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG