د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۶

متقاعد جنرال مشرف د سور جومات د خطيب د وژنې په تور ونيول شو


د پاکستان پخوانى پوځي ولسمشر متقاعد جنرال پرويز مشرف د لال مسجد يا سور جومات د خطيب عبدالرشيد غازي د وژنې په تور ونيول شو.

د پاکستان سترې محکمې د پنج شنبې په ورځ د پاکستان پخوانى پوځي ولسمشر پرويز مشرف د بلوڅ مشر اکبر بګټي د وژنې په دوسيه کې په ضمانت خوشې کړ، خو تر خوشې کېدو سمدستي وروسته د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د لال مسجد يا سور جومات د عملياتو پر مهال ددغه مسجد د خطيب عبدالرشيد غازي د وژنې په تور د پوليسو له خوا ونيول شو.

د اسلام اباد د پوليسو يو تن مشر محمد رضوان د پنح شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، چې د متقاعد جنرال پرويز مشرف يې د سور مسجد د خطيب د وژنې په تور نيولى، په خپل کور کې يې بندي کړى دى او د جمعې په ورځ به يې محکمې ته وړاندې کړي.

که څه هم پرويز مشرف وايي، چې پر سور جومات د پوځي عمليات امر يې نه و ورکړى، خو د سياسي چارو څارونکي په دې نظر دي چې مشرف ښايي په دې دوسيه کې له سترو ستونزو سره مخ شي.

د قانوني چارو کارپوه اکبر هوتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"د ضمانت مطلب دا نه دى چې دا له دوسيې نه بري شو، بلکې دى د دوسيې د مقدمې تر پريکړې پورې خوشې شو. خو اوس چې مشرف په کومه دوسيه کې نيولى شوى دى، نو هغه د هغه د ولسمشرۍ پر مهال پر سور جومات د پوځي عملياتو دوسيه ده. که د مشرف خلاف کېس ثابتېږي، شهادت راځي، نو ده ته به خامخا سزا ميلاوېږي، چې هغه پهانسي هم ده او هغه عمر قيد هم کېدى شي."

جنرال مشرف د ٢٠٠٧ م کال په جولاى کې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې پر سور جومات پوځي عمليات ترسره کړي وو، چې په ترڅ کې يې ددغه مسجد د خطيب پر ګډون پکې ١٥٤ تنه وژل شوي وو او نزدې ٥٠ تنه يې ژوندي نيولي وو.

مشرف د ٢٠٠٨ م کال تر عمومي ټولټاکنو وروسته له هېواده بهر تللى و، چې بيا د ٢٠١٣ م کال تر ټولټاکنو مخکې بېرته خپل هېواد ته راستون شو او غوښتل يې چې د خپل ګوند (ټول پاکستان مسلم ليګ) له خوا په ټولټاکنو کې برخه واخلي، خو له راستنېدا سره سم د پاکستان د امنيتي ادارو له خوا په بېلابېلو دوسيو کې په خپل ونيول شو.

ياده دې وي، چې دا لومړى ځل دى، چې د پاکستان پوځي ديکتاتور ولسمشر د سياسي حکومت له خوا نيول شوى او دوسيه پرې چلېږي.

راپور: ذبيح الله شفق - پېښور
XS
SM
MD
LG