د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

خبرو کوم ځای ونه نیو، د امریکا دولتي ادارې لا هم بندې دي


د امریکا د فدرالي حکومت او دکانګرس ترمنځ د پور د لایحې د تصویب پر سر لانجه لا هم روانه ده او د حکومتي ادارو یوه برخه تړلې ده.

د حکومت زیات شمېر مامورینو ته بې معاشه رخصتي ورکړ ل شوې ده.

ولسمشر بارک اوباما پر دې مساله د کانګرس د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو غړو ترمنځ د مذاکرو تر پيل مخکې خبرداری ورکړی و چې؛ خصوصي سکټور باید د حکومتي ادارو له تړل کیدو اندیښنه ولري.

څارونکي وايي، دا وضعیت به پر ازاد باز منفي اغیز وکړي.

بارک اوباما د امریکا له (CNBC) ټلویزیون سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، یوازې هغه وخت به د جمهوري غوښتونکو سره مذاکره وکړي چې؛ هغه لایحه تصوب کړي چې د حکومت د پور حد شپاړلس نیم ترلیونه ډالرو ته لوړوي.

په واشنګټن کې د ازادي راډیو خبریاله هیدر ماهر لیکي:

(که څه هم واشنګټن ډي سي د ډیرو په باور، د حکومتي ادارو ښار دی، د امریکا تر بل هر ښار دلته زیات سیلانیان راځي.)

په دې ښار کې د امریکا د فدرالي حکومت اته لکه مامورین د تنخواه څخه پرته رخصت شوي دی.

د زیاتو حکومتي ادارو تړل کیدو یوازې پر مامورینو نه، د دې ښار پر دکاندارانو ، سوداګرو او سیلانیانو هم منفي اغیز کړی دی.

د دکانونو مشتریان کم شوي دي.

د ښار هغه ځایونه چې زیات سیلانیان ورتلل لکه د لینکن یادګاري څلۍ، پارکونه او موزیمونه هم تړلي دي.

د واشنګټن ښار په عمومي پارکونو دا لوحې لګیدلې چې: د فدرالي حکومتي ادارو د بندیدو له امله، ملي پارکونه تړلي دي.

د هایلي مونتي په نوم یوه امریکايي ښځه د ازادي راډیو ته وايي:

(زه او لور مې دواړه د یوې ورځې لپاره دلته راغلو خو دلته ټول ځایونه تړلي دي.

زما په فکر دا ډیر مسخره کار دی. موږ په سیاست کې لوبې کوو.)

د ایلینوي ښار اوسیدونکی کین کالورت وايي، د دوهمې نړیوالې جګړې د یادګاري څلي د لیدو لپاره واشنګټن ته تللی وو.

د دې ځاي ساتونکو هغه ته د ورتګ اجازه ورنه کړه.
دی ازادي راډیو ته وايي:

(موږ دلته راغلي وو چې؛ د خپل هېواد تاریخي ځایونه وګورو زه دلته زیږیدلی یم.

زما پلار د دوهمې نړیوالې جګړې عسکر وو. ایا زما پلار د دې ورځې لپاره مبارزه کوله ؟)

هیدر ماهیر لیکي، د واشنګټن ښار ډيره اتکا پر هغو سیلانیانو ده چې ښار ته ورځي او هلته سودا اخلي نو د زیاتو حکومتي ادارو تړل کیدل به د دې ښار د سوداګرو لپاره په ډیره لوړه بیه تمام شي.

اټکل شوی چې یوازې د هوټلو او رسټورانټو پر عوایدو د ټکس له درکه واشګټن ته د ورځې دوه سوه ملیونه ډالر تاوان رسیږي.

ویل کیږي چې؛ زیاتو رسټورانټو او هوټلو خپل نرخونه تر یوه حده را ټيټ کړي دي.

د واشنګټن ښار څخه دباندې په ویرجینا کې د الکساندریه په سیمه کې یوه رسټورانټ د امریکا د کانګرس د دریځ په وړاندې د مخالفت څرګندولو په خاطر پرون دوه سوه پينځه اویا ساندویچ پر هغو حکومتي مامورینو وویشل چې کارونو ته د تګ څخه منع شوي دي.

د دې رسټورانټ پر تویټر پاڼه اعلان شوی وو چې د کانګرس خلک د ساندویچ په دې وړیا ویش کې نه شي شاملیدلای.
XS
SM
MD
LG