د یوناما د بشر د حقونو د څانګې مشرې جورجیت ګنیان په جلال اباد کې د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د ۲۰۱۳ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د تېر کال همدې دورې ته په کتو په ټول هېواد کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې شپاړلس فیصده زیاتوالی راغلی، چې دغه فیصدي بیا په ختیځو ولایتونو کې بیا څو برابره زیاته شوې:
"اوس، چې موږ د ملکي تلفاتو د لوړیدو خبرې کوو،دا د تېرو شپږو میاشتو په اړه خبرې،چې د تېرې همدې دورې ته په کتو په دې کې شپاړلس فیصده زیاتوالی راغلی،چې یوازې په ننګرهار لغمان،نورستان او کونړ ولایتونو کې څلورپنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی"
نوموړې وویل هغه راپور،چې د یوناما ادارې سره ثبت شوی د ملکي وګړو په تلفاتو کې ډیری قربانيان يې میرمنې او ماشومان ښودل شوي،چې په خبره يې په ختیځو ولایتونو کې د تېرکال په پرتله د ښځو او ماشومانو په مرګ ژوبله کې پینځه نوي فیصده زیاتوالی راغلی:
"کله چې موږ په ختیځو ولایتونو کې ماشومانو او ښځو د تلفاتو په اړه خبرې کوو،نو په همدې تېرو شپږو میاشتو کې پینځه نوي فیصده زیاتوالی راغلی."
د يوناما دفتر د معلوماتو له مخې په مجموع کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۱۹ تنه ملکيان وژل شوي او دارنګه په دې موده کې ۲۵۳۳ تنه نور زخميان شوي.
ميرمن جورجیت ګنیان وايي دغه شمېر ملکي وګړي څلور اویا سلنه د دولت د مخالفینو له لورې وژل شوي،نهه سلنه د دولت پلوو ځواکونو لخوا په بریدونو کې،دولس سلنه وګړي دښکيلو خواوو په ځمکنيو نښتو کې او د پاتې څلور سلنه ملکي وګړو مرګ ژوبله بیا هیڅ لوري ته نه منسوبيږي.
د یوناما د بشر دحقونو څانګې مشرې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه په کلکه وغوښتل،چې د جګړې پرمهال دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وساتي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری