د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

طبيعي زېرمو افغانستان ته د ګټې پرځاى تاوان کړى


د افغانستان طبيعي زېرمې د دې هېواد له راتلونکي سره نژدې اړيکې لري، په دې شرط چې ښه رهبري شي.

د افغانستان د کانونو سکټور کېدى شي د افغانستان د اقتصاد د ملا تير او د ملي نهادونو د تمويل سرچينه وي. د دغه هېواد له ثبات سره هم مرسته کولاى شي.

خو افغانستان چې پراخ اداري فساد په کې شته، پر بهرنيو پانګوالو د طبيعي زېرمو خرڅلاو کولاى شي د بسياينې لپاره د حکومت هڅې متاثره کړي او بلې وسلوالې شخړې ته لاره اواره کړي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت اټکل کوي، چې د دې هېواد د تېلو، ګازو، وسپنې، مسو، سرو زرو او نورو طبيعي شتمنيو ارزښت به درې ټريليون ډالره وي.

افغان حکومت هيله لري، چې راتلونکي لس کاله به د دې کانونو او نرژۍ له درکه په کال کې څلور مليارده ډالره عوايد ترلاسه کړي.

په ٢٠١٢م کال کې د دې دوو سکټورونو عوايد تر ١٥٠ مليونو ډالرو کم وو.

د بريتانيا په ګلوبل ويتنيس نهاد کې د افغانستان د فعاليتونو مدير سټيفن کارټر چې د طبيعي زېرمو، شخړو او اداري فساد ترمنځ اړيکې څېړي، وايي، حکومت پر طبيعي شتمنيو کنټرول نه لري:

”پر دغه سکټور چې په نه کنټرولېدونکي ډول فعاليت کوي، څارنه نه شته. وېره لرم دا حس موجود وي، چې تر ممکنه حده دغه کانونه ژر استخراج شي، دا د درک وړ مسئله ده، خو پر دغه سکټور د کنټرول دغه لنډه لار زيات لګښت غواړي دا به په راتلونکي کې ډېره نيمګړې پرېکړه وي“

کابل هيله لري چې د کانونو سکټور ته وده ورکول په خپل لومړيتوب کې ونيسي او تر ٢٠١٤م کال وروسته به د کار موندنې سبب شي.

په دې برخه کې له وړاندې ځينې اندېښنې شته، پر طبيعي سرچينو رقابت به د قومي او سياسي ډلو ترمنځ د جګړو سبب شي.

په بدخشان کې د قيمتي ډبرو پر تجارت د سيمه ييزو چارواکو، په باميان کې د کانونو پر مالکيت د امنيتي چارواکو او په پکتيا کې د ډبرو سکرو پر کنټرول د سيمه ييزو ملېشو ترمنځ د شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.

تېره مياشت د امو د نفتو په حوزه کې د يوې پروژې کار وروسته له هغې وځنډېد چې د چين د پټروليم پر ملي شرکت يا (CNCP) د سيمه ييزو ملېشو له خوا بريد وشو.

افغان حکومت تور پورې کړى چې په دې پېښه کې دخيل ملېشه له عبدالرشيد دوستم سره چې پخوانى جنګسالار او د ملي پوځ درستيزوال دى، اړيکې درلودې.

پر دوستم تور پورې دى چې له دې چينايي شرکت څخه يې په زوره پيسې غوښتلې.

د افغانستان د فعاليتونو مدير سټيفن کارټر وايي، بېلابېلې وسلوالې ډلې د افغانستان له طبيعي زېرمو تمويلېږي، داسې وضعيت دى لکه د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال چې د مجاهدينو څو ډلو د پيسو لپاره پاکستان ته قيمتي ډبرې او نور معدنيات قاچاقول:

”د افغانستان په ختيځ کې سخت دريځې ډلې د ځنګلونو د لرګيو د قاچاق له درکه پيسې لاسته راوړي، د سخت دريځو او ملېشو لپاره د کرومايټ قاچاق هم د عوايدو يوه سرچينه ده. د لويو کانونو د استخراج پر سر عملياتو ته، چې د کورنيو سياليو سبب شوي او د داخلي شخړو سبب کېږي بايد په کمه سترګه ونه ګورو“

په لوګر کې د عينک د مسکو کان، په باميان کې د حاجي ګک د وسپنې کان او په شمال کې د امو د نفتو حوزه د افغانستان له لويو طبيعي سرچينو ګڼل کېږي.

په دغو ولايتونو کې په وروستيو کې د وسلوالو مخالفانو ځينې تحرکات ليدل شوي، چې هدف يې عايداتي سرچينو ته ضربه ورکول او پر دې صنعت له پانګونې د بهرنيانو زړه توري کېدل ښوول شوي دي.

په افغانستان کې د اصالت د څار په نامه د يوه غيرحکومتي بنسټ غړى جاوېد نوراني وايي، د شفافت رامنځته کول له دې سره مرسته کوي، چې په دې برخه کې زياتې شخړې حل شي.
XS
SM
MD
LG