د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

وروستيو بمي بريدونو د پېښور خلک وېرولي


د پېښور اوسېدونکي وايي، چې د ښار د وروستيو ناکراريو او بدامنيو له امله په رواني ناروغيو اخته شوي او دا چې کاروبار ته يې هم سخت زيان اوښتى دى.

د پېښور ښار ډېرى اوسېدونکي د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د وروستيو خونړيو پېښو له امله له سختو اندېښنو سره مخ دي او په وينا يې، چې د بدامنۍ د وروستۍ څپې له امله پر اروايي ناروغيو اخته شوي دي.
د پېښور ښار د کوچي بازار يو تن دوکاندار ګل ولي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پېښور د ناکراريو په اړه وايي، چې د وروستيو خونړيو چاودنو له امله له کوره بهر نه شي وتلى:
" دا په پېښور کې په يوې هفتې کې درېيمه دهماکه ده، خلک نه کورونو نه وتلى شي، نو روزګار ته تلى شي. زما په کوچي بازار کې د کپړو (رخت) دوکان دى، دا پېنځلس_ شل ورځې کېږي چې هېڅوک بازار ته نه راځي.د خلکو ذهنونه يې خراب کړل، د خلکو ذهنونه تشويش کې دي. حکومت ته پکار دي چې هر څه کوي، زر تر زره دې وکړي، چې د خلکو نقصانونه او وينه تويېدنه بنده شي."
د پېښور ښار يو تن بل اوسېدونکى يار محمد بيا وايي، چې حکومت دې له وسله والو قوتونو سره ژر تر ژره خبره سپينه کړي، ترڅو په خيبر پښتونخوا کې سوله راشي او کاروبار يې ښه شي:
" نن چې کومه دهماکه شوې ده، په هغې ډېر سخت خفه يو، په پېښور کې حالات يو ځل بيا خراب شوي دي، چې ورسره زموږ کارونو ته هم نقصان رسېدلى دى.زموږ د حکومت نه دا خواست او مطالبه ده چې حالات بېرته سم کړي. او پکار ده چې دوى کومو قوتونه سره وران شوي، که د هغوى له هغوى سره مذاکرات کوي او يا يې پر ضد اپرېشن کوي، ودې کړي. خو موږ ته دې حالات سم کړي."
د پېښور پوهنتون يو زده کوونکى وايي، چې د وروستيو بمي چاودنو له امله يې پوهنتون ته تګ زړه نه غواړي:
" زما نوم نعمت الله دى او د پېښور پوهنتون زده کوونکى يم. دې دوو هفتو کې دا درېيمه پېښه ده چې کېږي، دا يو عجيبه حالت منځ ته راغلى. زموږ د کور ټول واړه او غټان، مور پلار په دې وېره دي چې دا څه قيصه روانه ده؟ که يونيورسټۍ ته ځو او يا بازار ته ځو، نو زموږ په ذهنونو باندې وېره خپره وي. په دې فکر کې يو، چې دا سلسله به کله ختمېږي او ددې انجام به څه وي.؟"
د خيبر پښتونخوا د ايتلافي حکومت د غړي قومي وطن ګوند وياند طارق احمد خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له ايالتي حکومت سره يوځاى د روانې ترهګرۍ د مخنيوي لپاره تګلاره جوړه کړي:
" ټولو سياسي ګوندونو مرکزي حکومت ته اختيار ورکړى دى، چې هغوى له وسله والو سره مذاکرات کوي که عمليات؟ که د مذاکراتو له لارې خبره حل کېدى شي، نو مذاکرات دې وکړي او که نه بل کوم اپشن (انتخاب) وي، نو هغه دې خپل کړي. مرکزي حکومت دې د خيبر پښتونخوا له حکومت سره دې کښېني او يوه تګلاره دې جوړه کړي او په هغې دې عمل کړي، ځکه څومره نقصان چې روان دى، هغه د پښتونخوا روان دى، د پښتونخوا خلک مړي، د پښتونخوا بچي يتيمان کېږي او د پښتونخوا کاروبار تباه کېږي"
د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په تېره اوونۍ کې درې خونړۍ چاودنې شوې وې، چې له امله يې نزدې ١٥٠ تنه وژل شوي وو او تر ٢٥٠ زيات ټپيان شوي وو.
د دې لړۍ وروستۍ چاودنه د يکشنبې په ورځ د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې د پوليسو حوزې ترڅنګ شوې وه، چې د يوې کورنۍ د ١٧ تنو په ګډون پکې ٣٩ تنه وژل شوي او ٩٠ ټپيان شوي وو.

ياده دې وي، چې د پېښور د پرونۍ بمي چاودنې مسووليت لا تردې دمه کومې ډلې نه دى منلى.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG