د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ به څلورمه درې اړخیزه غونډه په راتلوونکې مېلادي میاشت کې په لندن کې جوړه شي.
د دې وزارت د چارواکو په خبره چې د دې درې اړخیزې غونډې د جوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په پای کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ خبرې شوي دي.
که څه هم د غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د سیاسي چارو ځینې کتوونکې د دې غونډې نتایجو ته ډیر هیله من نه دي.
د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ څلورمه درې اړخیزه غونډه داسې وخت جوړیږي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې اسلام اباد ته د ولسمشر حامد کرزی له سفره وروسته یو څه ښې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، دا درې اړخیزه غونډه په راتلوونکې اکتوبر میاشتې کې په لندن کې جوړیږي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان و برتانیا صدراعظمان نواز شریف او ډېویډ کامرون به په کې ګډون وکړي.
ښاغلي موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وویل چې؛ د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې د درې واړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم غونډه وکړه او ددې راتلونکې ناستې په اړه یې خبرې وکړې:
“د افغانستان، پاکستان او برتانیا ترمنځ درې اړخیزه غونډه وسوه او په هغه کې پر درې اړخیړو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو او د افغانستان د سولي په اړه د پاکستان ملاتړ په اړه خبري وشوې.
همدارنګه په لندن کې د درې واړو هیوادونو د رئیسانو په کچه د یوې درې اړخیزي غونډي د جوړېدو په اړه خبري سوي او درې سرو خواو دا هوکړه کړې، چې باید دې غونډي ته پوره تیاری ونیسي.”
تر دې پخوا هم د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ دغه ډول درې غونډي جوړي سوي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د سولي پر موضوع او په هغې کې د پاکستان په همکارۍ په کې خبرې شوي.
د دې ډول درې اړخیزو غونډو وروستۍ یا دریمه یې د روان میلادي کال د فیبروري په میاشت کې په لندن کې جوړه سوه او درې سرو هیوادونو موافقه کړې وه، چې هڅې به وکړي، تر شپږو میاشتو د افغانستان د سولې په پروسه کې یو توافق رامنځ ته شي.
خو د سیاسي چارو افغان پوهان د درې واړو هیوادونو ترمنځ راتلوونکې غونډي ته ځکه ډیره هیله نه لري، چې د دوی په خبره پخوانیو دغه ډول غونډو نتیجه نه ده وکړې.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی استاد ودیر صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پاکستان عملي همکاري مهم شرط دی:
“دا څلورمه غونډه چې دوی کوي، باید پاکستان یو څه عملي کولای و اوسي، تر څو موږ هغه ووینو چې د سولي خوا ته یو عملي ګام دی او هر وخت چې یو عملي ګام د سولي لپاره واخیستل سي، نو هغه به دغه ډول غونډي مهمي وي.”
چارواکې او د سیاسي چارو پوهان په دې باور دي، چې د افغانستان د سولي د بریا او په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د پاکستان همکاري مهمه ده.
که څه هم د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ درې اړخیزو غونډو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې خو د چارو پوهان وايي، برتانیا پر پاکستان ډیر نفوذ لري او باید له افغانستان سره یې ډیري همکارۍ ته وهڅوي.
د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان اړیکې وروسته تر هغه څه ښې سوې، چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته سفر وکړ او پاکستان د افغانستان د بهیر د بریالیتوب لپاره له خپله زندانه د طالبانو دوهمه درجه مشر ملا برادر ازاد کړ.
معصوم میوند- کابل