د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان په وروستیو کې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو د پرمختګ او د ثبات ټینګښت لپاره ښه نیت څرګند کړی.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مشر اسمعیل قاسمیار نن ازادي راډیو ته وویل، په کابل کې د دیني عالمانو په وروستۍ ستره غونډه کې د یو شمېر پاکستاني عالمانو برخې اخیستلو د ښه نیت څرګندولو لپاره د پاکستان د حکومت هڅه څرګنده کړه.
قاسمیار وویل، د پاکستان اقتصادي پراختیا د افغانستان په ثبات او امنیت پورې ارتباط لري نو پاکستاني لوري ته ښايي چې خپلو ملي ګټو ته په پام، په دې هېواد کې د سولې د پروسې سره همکاري وکړي.
په کابل کې د عالمانو په وروستۍ سترې غوندې کې د لږ تر لږه یویشتو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو ګډون کړی وو چې؛ یو شمېر پاکستاني دیني عالمان هم په کې شامل وو.
د اسمعیل قاسمیار په وینا، دا د پاکستان له خوا د باور د رامنځ ته کولوهڅې څرګندوي چې یو مثبت ګام دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو د مسول په وینا، د طالبانو د پخواني رژیم د دفاع وزیر ملا عبدالغني د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې په خبرو کې عمده رول لوبولای شي.
د ښاغلي قاسمیار په وینا، ملا عبدالغنی برادر زیات کلونه د پاکستان په زندانونو کې تیر کړل خو د طالبانو د پخواني تحریک د څلورو موسسینو څخه دی او د طالبانو د رهبرۍ دوهم سړی بلل کیږي نو لا هم خپل اهمیت لري.
ملا عبدالغنی برادر څه موده مخکې د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه په پاکستان کې له زندانه خلاص شو.
قاسمیار وویل، ملا برادرلا هم د طالبانو د لوړ رتبه مشرانو سره اړیکې لري.
اسمعیل قاسمیار د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملا عبدالغني برادر اوس چیرته دی وویل، دقیق معلومات نه لري خو د هغه د روغتیايي وضعیت د خرابوالي خبر ور رسیدلی.
د قاسمیار په وینا، د ملا عبدالغني برادر صحت ډیر ښه نه دی نو ښايي د پاکستان په کراچی ښار کې پاتې شوی وي.
اسمعیل قاسمیار وویل، دا امکان شته چې ملا عبدالغني برادر ترکیې ته ولاړ شي او هلته د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
د سولې عالي شورا وايي، داسې په نظر کې نیول شوې چې ترکیه به د مذاکرو ځای وي او په عین حال کې د سعودي عربستان یوې علمي اکاډمي وړاندیز کړی چې؛ د دې مذاکرو کوربه وي.
قاسمیار وايي، داسې معلومات ورته رسیدلي چې د طالبانو رهبران د خپلو کورنیو سره په پاکستان کې اوسي او د پاکستان د استخباراتو ادارې پر دې خبر دي نو په دې کې شک نشته چې پاکستان پر هغوي نفوذ لري.