د دې ولایت د والي ویاند دین محمد درویش ازادۍ راډیو ته وویل پېښه نن هغه وخت وشوه ،چې موټر سایکل سپرو وسله والو د دې ولسوالۍ اړوند د کتب خیلو په سیمه کې واده ته پر تلونکي کسانو ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې پخوانی څارنوال نادر او دوه ښوونکي شامل دي او ټپي شوی کس د دې ولسوالۍ ښاروال دی.
دوریش وویل چې وژل شویو کسانو شخصي دښمني نه درلوده هغه په پېښه کې د طالبانو لاس درلودل رد نه کړل. تراوسه چا د دې پېښې مسوولیت په غاړه نده اخیستی.