د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۴

هوتک: د هرات محبس د زندانیانو ځیني غوښتنې پر ځای دي


د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایې، چې د دوی د معلوماتو پر اساس د هرات محبس د زندانیانو غوښتنې پر ځای او قانوني دي.

د هرات د زندان سلګونه زندانیانو له پنځو ورځو راهیسي د زندان د مسولینو د ناوړه چلند او د خپلو دوسیو د نه څیړلو په غبرګون کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایې، چې د دې زندانیانو د اعتصاب د پای ته رسیدو لپاره هڅې دوام لري.

په داسې حال کې چې؛ د هرات په زندان کې د سلګونه زندانیانو د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب لا دوام لري، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایې چې د دې زندانیانو مشروع غوښتنو ته باید پاملرنه و شي.

د دې کمیسیون چاروکي وایې، چې دا اعتصاب د لومړي ځل لپاره د یو محدودو شمیر زندانیانو د قانوني غوښتنو پر اساس پیل شو چې وروسته یې لمن اوږده شوه.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر عبدالرحمن هوتک د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې د هرات په زندان کې د مستحقو او غیر مستحقو زندانیانو د غوښتنو تر منځ باید توپیر وشي:

( کوم زندانیان چې مستحق دي، هیڅ څوک نشي کولای هغوی ته له قانوني حد څخه اضافه جزا ورکړي او یا یې و زوروي او کوم کسان چې محکوم دي، باید سره بیل شي. لکه څنګه چې دوی ادعا کوي، که چیري د دوی بند عادلانه نه وي، نو باید دا کسان خوشي شي او د قانون درناوی و شي.)

سلګونه زندانیانو د هرات په زندان کې له پنځو ورځو راهیسې له دې امله چې دوسیې یې نه دي څیړل شوي او د جمهور رییس د بښنې په فرمان کې نه دي شامل شوي د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی .

دوی وایې تر څو چې د جمهوري ریاست یو پلاوی له دوې سره د دوې د غوښتنو په اړه خبرې و نکړي، دوی به خپل اعتصاب مات نه کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازي فرهاد مجیدي په وینا، د هرات په زندان کې لومړۍ یوازي لسګونه کسان وو چې اعتصاب یې پیل کړ، خو د مسولینو د نه پاملرنې له امله اوس دا شمیر زیات شوی دی.

نوموړي دغه راز له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې دا تایید کړه، چې یو شمیر زندانیان مشروع غوښتنې لري او هغوی ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف ځایونو مرستیال جنرال محمد عارف آزادي راډیو ته وویل، چې د اعتصاب کونکو د اعتصاب د ماتولو لپاره هڅې روانې دي:

(دوی له هغه پلاوي سره خبري کول غواړي، چې د جمهوري ریاست لخوا موظف شوی وي. د هرات په زندان کې وضعیت آرام دی او کومه ګډوډي نده رامنځ ته شوې.

اعتصاب په نورمال شکل روان دی. په دې زندان کې هیڅ ډول تاوتریخوالۍ نه دی شوی او موږ هیله لرو چې چارواکي په دې اړه پریکړه و کړي او موږ ته لارښونه و کړي.)

د محابسو او توقیف ځایونو د ریاست چارواکي وایې، اوس مهال د هرات په زندان کې څه باندي درې زره زندانیان ساتل کیږي چې یوشمیر ښځې هم په کې دي.

مخکې تر دې هم د افغانستان په یو شمیر زندانونو کې زندانیانو دوی ته د نه پاملرنې له امله د نه خوړلو اعتصاب کړی.

که څه هم افغان چارواکي وایې اوس مهال د افغانستان په زندانونو کې کومه جدي ستونزه نه شته، خو لا هم د بشر د حقونو او یو شمیر نړیوال سازمانونه د افغانستان د زندانونو وضعیت د اندیښنې وړ بولي.
XS
SM
MD
LG