د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

پکتيا: پنځوس تنه محلي پوليس وروزل شول


په پکتيا کې پنځوس تنه نوي محلي پوليس وروزل شول، چې د اريوب او ډنډپټان په ولسواليو کې به دنده اجرا کوي.

د دې ولايت د امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخيل ويلي دي چې دوی پلان لري په راتلونکې کې د نا امنه کليو او بانډو له پاره هم محلي پوليس وروزي.

د پکتيا امنيه قومنداني پنځوس تنه نوي محلي پوليس وروزل چې د دې ولايت په ډنډ پټان او اريوب ځاځيو ولسواليو کې به د کليو او بانډو د امنيت د ښه والي مسوليت په غاړه واخلي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي، دوی به دا پنځوس تنه محلي پوليس د ډنډ پټان او اريوب ځاځيو ولسواليو له نورو محلي پوليسو سره يو ځای د کليو بانډو امنيت د ښه والي په موخه په خپلو دندو وګماري.

زلمی اورياخېل وايي؛ په پکتيا کې محلي پوليسو د امنيت په راوستو کې ورسره ډېره مرسته کړې او په په وينا يې په ټول ولايت کې يې يو زر و پنځوس ۱۰۵۰ تنو د محلي پوليسو شمېر رسېږي، چې په راتلونکې به دا شمېر نور هم لوړ کړي.

له دغه يومياشتنۍ کورس څخه فارغېدونکي د محلي پوليسو سرتېري وايي چې دوی به د خپلو سيمو د امنيت په راوستو کې تر خپله وسه هم لوړ کار وکړي، د دوی په خبره په کومو سيمو کې چې محلي پوليس فعاليت لري، امنيت يې له نورو هغو ښه بلل کېږي.

په دې يو مياشتني پروګرام کې روزل شوي دوه تنه د خپل مسوليت او دندې په اړه داسې وايي” زه سيدالرحمان د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکی يم، له ما سره دا احساس پيدا شو، چې د خپل هيواد خدمت وکړم، موږ به په خپله سيمه کې امنيت راولو “

”زما نوم حکم خان دی، موږ به کوښښ کوو، چې دغه جنګ جګړې نورې له خپلو کليو او بانډو ورکې کړو، که امنيت نه وي زموږ ژوند به هم همداسې خراب وي موږ به خپلو کليو او کورنو ته په خپله امنيت راولو او وسلوال به ترې ورکوو “

د پکتيا امنيتي چارواکو په خبره په دې ولايت کې سيمه ييزو پوليسو ښه نتيجه ورکړې نو په دې اساس دوی هڅه کوي، چې د پکتيا په ناامنو سيمو کې هم محلي پوليس د امنيت د ښه والي په موخه په دنده وګماري.

د دغو محلي پوليسو د فراغت او په دندې د ګمارنې په جوړو شوي پروګرام کې د دې ولايت امنيتي چارواکو ډاډ ورکړ چې د زرمت ناامنه او ځينې نورو ولسواليو لپاره به په نږدې راتلونکي کې محلي پوليس وروزي.

په پکتيا کې پنځوس تنه محلي پوليس په داسې حال کې روزل کېږي، چې په دې ولايت کې يادو پوليسو د نورو امنيتي ځواکونو په نسبت ښه نتيجه لرلې او دا وخت د دې ولايت په پنځو ولسواليو، جاني خېلو، ډنډ پټان، اريوب ځاځيو، احمدخېلو او څمکنيو کې فعاليت لري.

راپور – داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG