د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو تروريستي ضد چارواکو خبرداری ورکړ چې؛ له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن سخت دريځي منځنۍ اسيا ته مخ واړوي.
د دې ټولنې يوه چارواکي پرون وويل، ممکن په افغانستان کې د ګډوډۍ په نتيجه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د مهاجرتونو سېل روان شي او په منځ کې سخت دريځي ځان د منځنۍ اسيا هيوادونو ته ننه باسي.
د ګډو ګټو د خپلواکو هيوادونو د تروريستي ضد مرکز مشر وايي، له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ايساف ځواکونو له وتلو وروسته سخت دريځي ممکن د منځنۍ اسيا هغو هيوادونو ته ننوځي چې له روسيې سره پوله لري.
د ګډو ګټو د خپلواکو هيوادونو د تروريستي ضد مرکز رييس اندري نوفيکوف د قرغيزستان په مرکز بشکيک کې همداراز وويل: له افغانستانه د نړيوالو ايتلافي ځواکونو وتل ممکن د دې سبب شي چې سخت دريځي د منځنۍ اسيا هيوادونو ته مخه کړي.
نوفيکوف، چې پرون د ګډو ګټو د خپلواکو هيوادونو د تروريستي ضد ادارو د مشرانو په غونډه کې خبرې کولې، همداراز وويل: که د افغانستان حالات له کنټروله ووځي او وسله واله کورنۍ شخړه پيل شي، د دغه هيواد له شمالي ولايتونو څخه به د کډوالو بهير په منځنۍ اسيا کې د افغانستان ګاونډيو هيوادونو ته مات شي.
د ده په وينا سخت دريځي به د کډوالو په منځ کې ځانونه د منځنۍ اسيا هيوادونو ته ننه باسي او له افغانستانه به د غير قانوني وسلو او مهماتو قاچاق ته لاره اواره شي.
تر ده مخکې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي و چې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ټولنه به له افغانستان څخه د ګواښونو او خطرونو مخه ونيسي او د افغانستان او تاجکستان پوله به ټينګه کړي.
د روسيې ولسمشر همداراز ويلي چې له تاجکستان سره به د ګډوګټو خپلواک هيوادونه په شريکه مرسته وکړي چې په هرقيمت چې وي، له افغانستان سره خپله پوله خوندي کړي.
ده دا هم وويل، مهمه نه ده چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هيواد حالات کومه بڼه خپلوي، د ګډو ګټو خپلواک هيوادونه بايد هلې ځلې وکړي چې د احتمالي خطرونو مخه ونيول شي.
روسيه وايي چې د افغانستان ډېر مخدر مواد د منځنۍ اسيا د هيوادونو له لارې دغه هيواد ته قاچاق کېږي.