د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

غزني: د طالبانو سره په نښته کې ۱۱پولیس وژل شوي


چارواکي وايي، په غزني کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده، چې پکې يوولسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده، دوی وايي، په دغه نښته کې يو پوليس هم وژل شوي او دوه تنه عام وګړي ژوبل دي.

نښته د غزني په مقر ولسوالۍ کې تېره ورځ د طالبانو او سيمه‌ييزو پوليسو تر منځ شوې ده، چې وروسته ملي پوليس او د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي هم د سيمه‌ييزو پوليسو مرستې ته ورغلي دي.

چارواکي په دغه نښته کې د اوو تنو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کولو دعوه کوي.

د مقر د پاڅون کوونکيو مشر سيد علي خان وايي، طالبانو پرون د مقر په خوځيو سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې سيمې ته بيا د پاڅون کوونکيو او ملي پوليسو له ور رسېد سره نښته پيل شوه.

دی وايي، نښتې څو ساعته درلود چې پکې دوه تنه ملي پوليس او دوه کليوال هم ژوبل شوي دي.

"په دغه نښته کې يو ملي پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. په دې سربېره يو توغندی په يو کور لوېدلی دی چې له امله يې يوه ښځه ژوبله شوې ده او يو بل توغندی بيا پر يو بل کور ور لوېدلی چې هلته بيا پکې يو ماشوم ژوبل شوی دی، خو د طالبانو خوا ته بيا اووه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دی.

سيدعلي خان وايي، تر نښته وروسته د طالبانو وسلې او موټر سايکلونه د جګړې په ميدان پاتې شوي وو او سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو وياند يې ادعا کوي، چې ملګرو يې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د پوليسو يو موټر په ماين الوځولی، چې پکې درې تنه پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

اووه ورځې وړاندې هم پاڅونوالو په مقر کې د ديارلسو طالبانو د وژلو دعوه کوله، خو طالبانو يې ادعا بې اساسه بلله.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG