د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

شمالي وزيرستان: بې پيلوټه الوتکې ٦ وسله وال وژلي


د افغانستان پولې ته څېرمه د قبايلي سيمې شمالي وزیرستان په شوال نومي سيمه کې کې دولتي چارواکي وایي، چې د مشکوکو بې پيلوټه الوتکو په یوه تازه برید لږ تر لږه ٦ سخت دریځي وسله وال وژل شوي او ٣ ټپيان شوي دي.
د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې دغو الوتکو د يکشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د افغانستان پوې ته نزدې د شمالي وزيرستان په شوال نومي سيمه کې د شکمنو سخت دریځو وسله والو پر دوو مرکزونو څلور توغندي وتوغول چې په ترڅ کې یې ٦ سخت دریځه وسله وال مړه او ٣ ټپيان شول.
ځايي دولتي مسوولينو لا تر دې دمه د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو اټکل کېږي چې ځايي سخت دريځه وسله وال دي.
د شمالي وزيرستان يو تن دولتي مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل:
"امريکايي بې پيلوټه الوتکو د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله په شوال کې پر دوو شکمنو مرکزونو توغندي وتوغول، چې په ترڅ کې تر دې دمه ٦ وسله وال وژل شوي او دواړه مرکزونه په بشپړه توګه له منځه تللي. "
د سياسي چارو کارپوه خادم حسين له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د تازه بريدونو په اړه وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د القاعده شبکې غړي موجود دي، چې افغانستان او پاکستان دواړه ته زيان رسوي:
" داسې ده کنه چې د ترهګرو کوم نېټ ورک دى، د هغه نېټ زيات مرکزونه او قيادت په شمالي وزيرستان کې په طبيعي توګه موجود دى، په عملي توګه خو هغوى په ټول پاکستان کې دي، خو په طبيعي ډول هغوى په شمالي وزيرستان کې دي. د هغه د وجې نه، زما خيال د امريکا پاليسي دا ده چې دغلته دغه نېټ ته څه ناڅه زيان ورسېږي، نو په افغانستان کې ناټو او د افغانستان دولت ته اساني پيدا شي او دلته به د پاکستان حکومت ته اساني پيدا شي، نو دوى [امريکا] په دې مفروضه ډرون بريدونه کوي."
په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکې بريد په داسې وخت کې شوى، چې د پاکستان حکومت د روانې مياشتې په ٩مه نېټه ددغه هېواد په ټول کونديز کنفرانس په ترڅ کې پرېکړه کړې وه، چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکه د بريدونو مساله به د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې پورته کوي.
ياده دې وي، چې دا په روانه مياشت کې پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو درېيم بريد دى.
ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG