د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۱

په جرمني کې پارلماني انتخابات کېږي


د یکشنبې په ورځ جرمنیان په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي.

یوې راي ورکونکې نادیه اورلوسکې په یو انتخاباتي مرکز کې د رویټرز خبري اژانس ته وویل :

”هو ، زه یو څه اضطراب لرم ، ځکه ډیموکراسي مهم شی دی ، او ما همدا اوس خپله پریکړه وکړه ، اوس زه غواړم پوه شم چې ایا اکثریت جرمنیانو زما په څیر پریکړه کړې کنه “

انګلیلا میرکل هیلمنه ده چې د دریمې دورې لپاره د جرمني صدراعظمه پاتې شي.

نظر پوښتنې ښيي چې د نوموړي عیسوي ډیموکراټ ګوند په دې انتخاباتو کې له نورو مخکې دی .

که څه هم د هغې د ازاد ډیموکراټ په نوم ملګري ګوند به په سلو کې پنځه رایې چې اړتیا یې ده تر لاسه نه کړی شي او له دې سره به میرکل له خپل چپي سیال ، سوشل ډیموکراټ ګوند سره ایتلاف ته اړ شي .

په تیرو پنځوس کلونو کې هیڅ یو ګوند نه دی توانیدلی چې د جرمني په انتخاباتو کې غوڅ اکثریت رایې خپلې کړي .

د سوشل ډیموکراټ ګوند مشر پیرسټاینبورک په بون کې د رای ورکولو ورسته خبریالانو ته وویل :

” نن هغه ورځ ده چې رای ورکونکې پریکړه کوي ، نورې به اوازې نه وي ، نورې ستراتیژیکې لوبې به نه وي او دا ځکه چې موږ رایو ورکونکو ته درناوی لرو ، موږ باید انتظار وکړو چې په شپږو بجو څه نتیجې راوځي . زه ښه احساس کوم ، ښه خوب مې کړی ، وروسته برلین ته الوتنه لرم او فکرو کوم چې موږ ډير به یو بل بیا وګورو . “

نوموړې همدارنګه وویل چې د میرکل په حکومت کې به د وزیر په توګه کار ونه کړي .

که څه هم د راي ورکولو له بندیدو لږ وروسته د نتیجو د رابرسیره کیدو تمه کیږي ، خو د نوې حکومت جوړیدل به ورځې وخت وغواړي .

میرکل چې په برلین کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې پر رای ورکونکو ټینګار کړی دی چې دې ته قوي صلاحیت ورکړي .

جرمني د اروپا لوی اقتصاد ګڼل کیږي ، او په اروپايي زون کې شامل هیوادونه دا انتخابات له نژدې څاري . د ۶۲ میلونو په شا او خوا کې جرمنیان د یکشنبې د ورځ په انتخاباتو کې د رای ورکولو په شرایطو برابر دي .
XS
SM
MD
LG