د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۵

په زابل کې افغان سرتېرو طالبان او بهرنيانو عام وګړي وژلي دي


چارواکي وايي، افغان سرتېرو د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې په کې د اتو تنو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

دغه عمليات له تېرې اوونۍ راهيسې پيل شوي او لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، عمليات د شاه جوی په زرګرانو او شوبار سيمو کې شوي دي؛ چې په خبره يې، په کې له وسله والو څخه يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

"له تېرې يوې هفتې را په دې خوا په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات روان دي؛ چې په کې اته تنه طالبان وژل شوي او يوه اندازه وسلې يې هم نيول شوې دي."

بله خوا بيا تېره ورځ د همدغې ولسوالۍ په جعفرو سيمه کې بهرنيو سرتېرو د سيمې د اوسېدونکيو پر يوه زرنج رکشه بريد کړی دی، چې په کې د يوې کورنۍ دوه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

چارواکي وايي، وژل شوي او ټپي شوی کس له کلي څخه ولسوالۍ ته پر لاره وو، چې بهرنيو سرتېرو ورباندې بريد کړی دی.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي پېښه تاييدوي او وايي، سيمې ته پلاوی لېږلی، چې د پېښې په اړه بشپړ مالومات ورته راوړي.

"دوه يې زامن دي او يو يې پلار دی، دوی په زرنج کې سپاره وو، چې خارجيانو ورباندې بريد کړی دی. په دغه پېښه کې زوی او پلار وژل شوي او يو کس ټپي دی، چې د شاه جوی په روغتون کې دی. موږ يو پلاوی لېږلی چې د پېښې په اړه کره مالومات راوړي."

تر اوسه پورې لا طالبانو او بهرنيو سرتېرو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG