د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

م.م د بشري حقونو په کمیسیون کې د ټاکنو په اړه پر حامد کرزي فشار وارد کړ


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګنې کې: ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمیسیون کې د ټاکنو په اړه پر کرزي فشار وارد کړ– تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزي سره د سې شنبې په ورځ د کتنې پر مهال هیله وښوده چې؛ جمهور رئیس به د دې ډاډ ورکړې چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون له سیاسي ټاکنو لري وساتي.

ورځپاڼه لیکې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې په مجموع کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندیښنه وښودله او وایي، په دي هېواد کې بشري حقونو ځکه په خطر کې دي چې سیاست والو او چارواکو خپل زیات پام د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته اړولی دی.

نیویارک ټایمز د ناوې پیلې دا خبره هم راخیستي چې وایي: په افغانستان کې په تیرو ۱۲ کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې یو څه لاسته رواړنې شته، خو ډېرې نازکې دي.

زیات شمېر افغانان اندیښمن دي چې؛ د بشري حقونو وضعه له بېلا بېلو اړخونو څخه د خرابیدو په حال کې ده.

نیویارک ټایمز وړاندي لیکي: د بشري حقونو فعالان په خاص ډول د جمهور رئیس حامد کرزي له خوا د بشري حقونو په نهه کسیز خپلواک کمیسیون کې د پنځو نویو غړیو د ټاکنې په اړه اندیښمن دي او وایي، دا کسان د بشري حقونو او یا هم مدني ټولنې له خوا نه دي معرفې شوي.

ورځپاڼه لیکي: په نویو پنځو کسانو کې د طالبانو یو پخوانی ملا، د افغانستان د بنسټ پالې ډلې جمیعت اسلامي یو سیاست وال او د پولیسو یو جنرال شامل دي.


د سولې او جګړې د انسټیوټ خپرونې په افغانستان کې د ناتو ځواکونو له خوا د زراعتي ځمکو د غصب په اړه یو مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یي لیکي:

ناتو ځواکونو په کنړ ولایت کې د خلکو په ځمکو کې اډه جوړه کړي او د ځمکو مالکان دا مهال له ناتو څخه پیسي غواړي.

خپرونې د وټه پور ولسوالي د شپیته کلن اوسیدونکې محمد فقیر خبره راخیستی چې وایي: اوه کاله وړاندي امنیتي ځواکونو له اویا زره میتر مربع ځمکې دیوال را تاو کړ چې په دي کې دده شپږ زره میتر مربع ځمکه هم تللي ده. د محمد فقیر په وینا، ده ته یوازې دوه زره میتر مربع ځمکه ورپاته ده چې زراعت په کې وکړي.

د سولې او جګړې د انسټیټیوټ په باور، محمد فقیر د خپلې ځمکې په بدل کې یوازي دوه سوه امریکایي ډالرتر لاسه کړیدي. خپرونه زیاتوي، محمد فقیر د یوه ښوونځي معاون دی او په معاش یي ګزاره نه کیږي.
XS
SM
MD
LG