راپور: اسدالله "لودین"
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره وایي چې؛ په افغانستان کې د بشري حقونولاسته راوړنې د زیانمنیدو په حال کې دي.
ناوې پیلې وایي، که څه هم په تیرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب ته کافي کار نه دی شوی، خو اوسنۍ لاسته راوړنې یې د قدر وړ دي.
میرمن پیلې همداراز نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې، وروستي تعینات د قیق نه وو او ددې کمیسیون موقف یې یوه درجه راټیټ کړ.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنره وایي چې؛ افغان حکومت باید د بشري حقونو لاسته راوړنې د سیاست، سولې او راتلونکو انتخاباتو قرباني نه کړي.
ناوې پیلې چې؛ د لومړي ځل لپاره یې افغانستان ته سفر کړی وایی، دې هېواد په بېلابېلو چارو کې ښه پرمختګ کړی، خو د بشري حقونو وضعیت په کې د خرابیدو په حال کې دی.
نوموړې په کابل کې خبریالانو ته وویل، که چیرې د افغانستان ولسمشر، دولتي چارواکي، مدني ټولنې او رسنۍ د بشري حقونو د لاسته راوړنو خوندیتوت ته پام ونه کړي، ممکن دا لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي:
"زما په نظر په تیرو دولسو کلونو کې په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو زما جدي اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابیدو په حال کې دی.
همدا اوس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړو قانون نه دی عملی شوی په توقیف خانو کې شکنجه روانه ده."
د افغان ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د ملکي کسانو وژنه، د سیاست په ډګر کې د ښځو د ونډې را کمیدل او د جنګي مجرمینو نه محاکمه کیدل هغه نور عمده عوامل وو چې د ملګرو ملتونو ددې مسولی په وینا ښايي د بشري حقونو په برخه کې لاسته راوړنې زیانمنې کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ضایع کیدو اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې دا هیواد دا مهال دوه لوی کارونه مخ کې لري، چې یو یې انتخابات او بل هم د ټول هیواد د امنیتي چارو کنټرول.
ناوې پیلې د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې وروستي تعینات هم د اندیښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې له دې سره ددې کمیسیون موقف یوه درجه راټیټ شو:
"ډیرې حقیقي اندیښنې دي چې ما هغه له نورو سره شریکې کړي، د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د پنځو نویو کمشنرانو ټاکل کیدو ددې کمیسیون دریځ ته ضربه ورکړه او له لومړۍ درجې یې راټیټ کړ، په تاسف سره باید ووایم چې دا د بشري حقونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د حکومت یوه جدي ماتې وه."
که څه هم ناوې پیلې ونه ویل چې؛ د نویو کسانو په ټاکل کیدو یې انتقاد څه دی خو ویې ویل، چې د بشر د حقونو د کمیسیون غړي باید مستقل وي او د بشري حقونو په ارزښت پوه شي.
ولسمشر حامد کرزي د روان کال د جوزا په شپږویشتمه نیټه د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته د دویم ځل لپاره سیما سمر د ریسې ، فرید حمیدي، ثریا صبرنګ، ضیا لنګري، حوا علم نورستانۍ، قدریه یزدان پرست، ایوب اصیل، عبدالرحمان هوتک او وحیدالله ارغون د کمیشنرانو په توګه وټاکل.
په دې کسانو کې څلور تنه د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخواني کارکوونکي وو خو پنځه څیرې په کې نوې وې.
تراوسه افغان حکومت د ناوې پیلې ددې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر هم ازادي راډیو ته وویل چې ددې کمیسیون په وروستیو تعیناتو کې دقت نه دی شوی.