په افغانستان کې نن( دوشنبه ) د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسئولین وايي، چې دغه بهیر به د شلو ورځو لپاره دوام ولري، چې د ولسمشرۍ لپاره کاندید کسان به یوازې په مرکزي دفتر او د ولایتي شوراګانو لپاره کاندیدان به په خپلو ولایتونو کې نوم لیکنه کوي.
خو د نوم لیکنې په لومړې ورځ په کابل کې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره یوه کاندید هم خپل نوم نه دی لیکلی.
ولې تر اوسه رسماً هیڅوک نه دي حاضر شوي چې؛ خپله کاندیداتورۍ اعلان کړي، ځینې کتوونکې یې عوامل بېلابیل بولي.
که څه هم تر اوسه د ولسمشرۍ نږدې دیرشو احتمالي کاندیدانو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه د معلوماتو پاڼې اخیستي، خو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ هیچا هم د کاندید په توګه د نوم لیکنې مرکز ته مراجعه ونه کړه.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د ولسمشرۍ لپاره کاندید کسان په کابل او د ولایتي شوراګانو کاندیدان کولای شي، په خپلو ولایتونو کې نوم لیکنه وکړي.
د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور د دوشنبې په ورځ د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر د پیلیدو پر وخت وویل:
“بهیر رسماً پیل شوی دی، شرایط او اوصاف یې په قانون کې ذکر شوي دي، کمیسیون پکې څه کم یا زیات کړي نه دي، نو څه چې په قاون کې دي هغه باید عملي کړو.
دا چې نن د جمهوري ریاست لپاره کوم کاندید رانه غی، تراوسه نولس ورځې نورې پاتې دي، دا په دې معنی نه ده چې په راتلونکو ورځو کې به هم څوک مراجعه ونه کړي، ځکه تر اوسه نه ویشتو کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي.”
ښاغلي نور وویل چې؛ د ولایتي شوراګانو لپاره څه باندې اته سوه احتمالي کاندیدانو معلوماتي پاڼې اخیستي دي.
د افغانستان د انتخاباتو په قانون کې هغو کسانو ته بیلا بیل شرطونه ایښول سوي، چې غواړي ولسمشرۍ ته ځانونه کاندید کړي.
په دغو شرطونو کې تر ټولو مهم دا دي، چې کاندید باید مجرم نه وي، د انتخاباتو کمېسیون ته باید د خپلي کاندیدۍ په ضمانت کې یو میلیون افغانۍ ورکړي او ددې ترڅنګ د یو لک رایه ورکوونکو ملاتړ له ځانه سره ولري.
د راپورونو له مخي په افغانستان کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو او ډلو ترمنځ لا هم خبري کیږي او دوی تر اوسه نه دي توانېدلي، چې خپل کاندیدان مشخص کړي.
خو په راپورنو کې د ولسمشرۍ لپاره د ممکنه کاندیدانو په نومونو کې د زلمي رسول، عبدالرب رسول سیاف، اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، انورالحق احدي او د ځینو نورو نومونه یاد شوي دي.
خو پوښتنه دا ده، چې ولې د نوم لیکنې د بهیر په لومړی ورځ د ولسمشرۍ کاندیدانو خپل نومونه نه دي لیکلي.
د سیاسي چارپوهان د انتخاباتو کمېسیون له خوا شرایط اسانه نه بولي او دا هم وايي، چې په دې هیواد کې منظم سیاسي ګوندونه نسته، چې هرڅه ته له مخکې تیاری ولري.
د سیاسي چارو یوه کارپوه حاجي سید داود ازادۍ راډیو ته وویل:
“زما په اند د نوم لیکنې شرایط دومره اسانه هم نه دي او یو لک کارټونه ټولول هم وخت نیسي.
د بدمرغۍ خبره دا ده، چې د تنظیمونو په نامه دغه جوړښتونه، قومي، ژبني او سیمیز اړخونه لري، او دوی غواړي ولسمشرۍ ته دغه ترکیب په پام کې ونیسي، هغه څوک چې ډیر مطرح دي هغوی غواړي پر دې باندي ډیر بحثونه وکړي.”
د انتخاباتو د خپلواک کېمسیون مسئولین وايي، چې د تلي میاشتي پر پنځمه به د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د خلکو د نوم لیکني او رايي ورکوني د کارټونو د ویش لپاره د دوی ګرځنده ډلي په کار پیل وکړي.
دوی وایي، تر دې مهاله یو میلیون او نژدې درې لکه کسانو د رايي ورکوني کارټونه اخیستي، چې تر درې نیم لکو ډیری یې ښځي دي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندي شپږ میاشتي وخت پاته دی، خو ددې انتخاباتو د امنیت ټینګول بیا هم د یوې لویې ستونزې په توګه یادیږي.
معصوم میوند- کابل