د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۶

په غزني کې اووه تنه وسله وال وژل شوي دی


امنيتي چارواکي وايي، په غزني کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې پکې ديارلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو طالبان بيا خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني. دغه نښته د غزني په مقر ولسوالۍ کې شوې ده.

نښته پرون ناوخته د مقر ولسوالۍ په دريو کليو کې د طالبانو او پوليسو تر منځ شوې ده، چې د چارواکيو په خبره، پکې اووه تنه طالب وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. خو طالبان یې ادعا بې اساسه بولي.

د مقر امنيه قومندان انجينر لطف الله کامران وايي، ولسوالۍ ته يې د اب بند، مقر او ګيلان له ولسواليو طالبان ورټول شوي وو او پر سيمه ييزو پوليسو يې بريد کړی وو، چې وروسته نور سرتېري هم د پوليسو مرستې ته ورغلل.

دی وايي، په وژلو شويو کسانو کې د فقير محمد شاه په نامه د طالبانو يو سيمه‌ييز قومندان هم شامل دی.

"نښته د خليفه چمبر، ستار خېبلو او صاحب خېلو په کليو کې وشوه، چې پکې اووه تنه طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. په وژل شويو طالبانو کې د ملا فقير محمد شاه په نامه يو قومندان هم شامل دی."

طالبان خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې يې په مقر کې ملګرو کومه نښته نه ده کړې.

يوه اوونۍ وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې وه، چې پکې چارواکيو د يوولسو تنو طالبانو د وژلو ادعا کوله.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG