راپور: ناجیه ساپۍ ـ کابل
په افغانستان کې یوه سیاسي بنسټ د انتخاباتو پر ځای د یوه موقت حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوله ییز بدلون ټولنه چې؛ په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د شفافو انتخاباتو ترسره کیدل یو ناممکن کار دی.
دا په داسې حال کې ده چې؛ د جمهور ریس لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، له انتخاباتو پرته هرډول فکر او برداشت د هېواد لپاره ذهر دي.
که څه هم د افغان دولت او سیاسي ګوندونه پرخپل وخت د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار کوي، په دې وروستیو کې ځینو سازمانونو او اشخاصو د دې انتخاباتو د ځنډولو غوښتنې راپور ته کړي دي.
د افغانستان د سوله ییز بدلون د ټولنې مشر فاروق اعظم وايي چې؛ په اوسنیو شرایطو کې شفاف انتخابات نشي کیدای، ځکه د ده په وینا د هېواد په شمال کې زورور کسان حاکمان دي او په ځینو نورو ولایتونو کې ناامني ده.
نوموړي د پنجشبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو پر ځای باید یوه موقت حکومت رامنځ ته شي تر څو هغه حکومت په هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره کار وکړي.
نوموړي وویل چې؛ که حکومت یواځې خپل د نفوذ په ساحه کې انتخابات ترسره کوي او نتیجه يي پر ټول هېواد تپي نو دا به د ډيمکراسی پر خلاف او د نه منلو انتخابات به وي.
تر دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړو او په سلګونو قومي مشرانو هم د ناامنیو له امله د انتخاباتو د ځنډیدو غوښتنه کړې وه.
دوی په کابل کې په یوې غونډې کې وویل چې؛ باید د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي کال پر ځای په ۲۰۱۸ کال کې وشي.
خو له هغې غونډې وروسته هم جمهور رییس حامد کرزي او هم یې لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي فهیم یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له انتخاباتو پرته هر بل فکر د هیواد لپاره ذهر دي.
د راپورونو له مخې افغان دولت او نړیوالې ټولنې په تیرو دوو کلونو کې هڅې وکړې چې تر انتخاباتو مخکې له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅې یوې نتیجې ته ورسیږي، چې نتیجه یې ور نه کړه.
خو د جګړې په دوام کې د انتخاباتو د امنیت په اړه اندیښنې موجودې دي او ویل کیږي د رایې ورکولو له څه باندې شپږو زرو او اتو سوو مرکزونو څخه یې سم نیمايي له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
څو ورځې مخکې د ملي امنیت شورا هم له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې ددغو انتخاباتو پر امنیتي پلان له سره غور وکړي.