د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لپاره پنځلس تنه غوره شوي


د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو د غوراوي کمیټې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون لپاره پنځلس تنه غوره او د هغوي لست یې ولسمشر کرزي ته واستاوه.

د یادې کمېټې مسوولینو د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال د یادو کسانو نومونه رسنیو ته اعلان کړل.

دوي وویل چې؛ د دې کسانو په ډله کې درې تنه یې ښځې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وایي، که چېرې په دغه لیست کې مسلکي معیارونه په نظر کې نه وي نیول شوي، دا به له دې هېواد سره لویه جفا وي.

د یادو پنځلسو تنو له جملې څخه چې د غوراوي کمېټې له خوا افغان ولسمشر ته معرفي شوي، پنځه تنه به یې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د غړو په توګه وټاکل شي.

په دې اړه جزییات د سید کمال شاه عارف په راپور کې اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG