د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

پر امریکا د القاعدې برید او پر افغانستان يي اغیزې


د سپتامبرد یوولسمې نیټې له پیښې دولس کاله تیریږي خو لا هم په افغانستان کې راز راز ستونزې او ناخوالي شته.

افغان چارواکي وایي چې؛ د نورو ستونزو ترڅنګ د تروریزم او افراطیت ډیریدل د اندیښنې خبره ده.

سیاسي څیړونکي او عام وګړي هم ټینګار کوي چې؛ امریکا خپل هدف چې د اسامه وژنه وه تر لاسه کړ خو په دې هېواد کې یې د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه، نه ده کړې.

د سپتامبر د یوولسمې نیټې له پیښې دولس کاله تیریږي، خو په افغانستان کې له پرمختګونو سره سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ځینو نورو برخو کې ډیرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته.

څیړونکي وایي چې؛ په امریکا کې د سپتامبر د یوولسمې نیټې پیښې پر افغانستان هم مستقیمې اغیز وکړې.

دوی وایي چې؛ د طالبانو رژیم نسکور شو، د بن د پریکړې پر اساس موقته اداره رامنځ ته شوه، اضطراري لویه جرګه انتقالي دولت، د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه او له هغې وروسته د انتخاباتو پر اساس حامد کرزی د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب شو.

د جمهور رییس کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي وایی چې؛ نړېوالو افغانستان یوازې پریښې وو او ده په خبره د سپتامبر د یوولسمې پیښه وه چې هغوي خپلې دې تیروتنې ته متوجه کړل:

"دا پیښه د دې لامل وګرځیده ترڅو په دې هېواد کې یو تروریستي رژیم له منځه ولاړ شي او افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستوپه نتیجه کې ډموکراتیک ارګانونه ولري.

خو له بله پلوه له تروریزم سره جګړه د تروریزم او افراطیت د ډیریدو لامل هم ګرځیدلی.

د سپتامبرد یوولسمې له پیښې وروسته نړۍ افغانستان ته توجه وکړه او ویې لیدل چې د دې هیواد هیرول څه نتایج درولودل."


له اوس نه پوره دولس کاله وړاندې د سې شنبې ورځې په سهار اتو بجو او شپږ څلویښت دقیقو دوه مسافروړونکې الوتکې د امریکا په نیویارک کې د نړېوال سوداګریز مرکز له دوو اسمان څکو برجونو سره ولګیدې.

له دې پیښې لږ وروسته بله الوتکه په واشنګټن کې د امریکا د دفاع وزارت له هسکې ودانۍ سره ولګیده،په دې پیښوکې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول اوډیرمالي زیانونه یې هم متحده ایالاتوته واړول.

د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده شبکه چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ملاتړکاوه،د دې حملو مسووله وبلل شوه.

په امریکا کې د سپتامبر د یوولسمې نیټې پیښو په افغانستان کې هم له بیلا بیلو اړخونو ډیربدلونونه راوستل.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف پرافغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ،افغانستان ته بهرني ځواکونه راغلل اوپه دې هیواد کې نوې سیاسي فضا رامنځ ته شوه.

سیاسي کتونکي وایي چې؛ له هغه وخت نه را په دېخوا که څه هم په افغانستان کې په سیاسي،اقتصادي،امنیتی اونورو برخوکې د پام وړ پرمختګونوشوي خو دوی یې ترهغې کم بولي چې خلکوورته تمه درلوده.

د سیاسي چارو څیړونکې حاجي سید داوود د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیوته وویل چې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې له ژمنو اوهڅوسره لاهم د امنیت په څیرپه ځینو برخوکې خورا ستونزې شته.

کتونکي وایی چې؛ د سپتامبر د یوولسمې له پیښې وروسته د افغانستان د خلکوپه ژوند کې د پام وړ بدلونونه راغلي، لویې لارې رغول شوي، میلیونونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، لسګونه زره ځوانان په لوړ زده کړو بوخت دي او داسې نور.

خو دوی وایی چې؛ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لاس ته راوړنې له هغې کمې دي چې دولس کاله وړاندې یې فکر کیده.

د افغانستان عام وګړي هم وایی چې په تیرو دولسو کلونوکې په دې هیواد کې په ځینو برخو کې کارونه شوي خو ټینګار کوي چې؛ لا هم په افغانستان کې ډیرې ستونزې او ناخوالي شته.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم ډیرکله په دې هیواد کې ستونزې منلي،خودا یې هم ویلي چې د افغانستان امنیتی ځواکونه پیاوړي شوي او د ښې حکومتدارۍ او اساسي پروژو د عملي کولو لپاره هڅې رواني دي.

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او د دې شبکې د ځینونورو چارواکو وژل کیدل هم د متحده ایالاتولپاره مهمه لاس ته راوړنه بلل کیږي.

په افغانستان کې پرنړیوالې ټولنې دا انتقاد هم کیږي چې د افغان حکومت او افغانانو غوښتنو ته یې لکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه،نه ده کړې او همدا علت دی چې په دې هیواد کې یې لاس ته راوړنې د څیړونکو له نظره د پام وړ نه دي.

د ملي جبهې مشراحمد ضیا مسعود هم همدې ستونزو ته ګوته نیسي او وایی په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هره پلوه ډیرې ستونزې شته نړیوال له دې هیواد څخه د وتلو پلان لري:

"نړېوالې ټولنې افغانستان سره ډیرې ژمنې کړې،له بده مرغه په داسې حال کې افغانان یوازې پریږدي چې دلته ارګانونه پیاوړي اونهادینه شوي نه دي.

زموږ امنیتي ارګانونه لا تر اوسه نه دي جوړ شوي، سیاسي ارګانونه مو نه دي پیاوړي شوي او لا تر اوسه موږ په خپل هېواد کې د ملي اقتصاد لرونکي نه یو.

دا چې نړیواله ټولنه په اوسنیوشرایطوکې غواړي له افغانستان څخه ووځي دا پریکړه یې زمونږ د خلکوله هیلوسره په مخالفت کې دي."


د افغانستان د مالیې وزارت وایی چې په تیرو دولسو کلونوکې د نړیوالې ټولنې لخوا شاوخوا شپیته ملیارده ډالرپه دې هیواد کې د بیارغونې په برخوکې لګول شوي خولاهم په افغانستان کې په هره برخه کې بلا ستونزې شته.

افغانان وایی لاهم په افغانستان کې امنیتی ستونزې ډیرې دي اود دې هیواد له بیلابیلوبرخونه هره ورځ د ډزو،چاودنواو مرګ ژوبلې راپورونه آوریدل کیږي.
XS
SM
MD
LG