د سوریې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه چې ویل کیږي روسیې یې وړاندیز کړی و، لغو شوه.
په دې غونډه کې نړېوالې ټولنې ته د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو پر وړاندیز بحث کیده.
په عین حال کې د ډیپلوماتیکوهڅو په ترڅ کې پرون د امریکا ولسمشر یو وار بیا د فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره د سوریې په اړه خبرې وکړې.
د ملګروملتونو امنیت شورا هغه غونډه لغو کړه چې؛ په پام کې وه په کې د سوریې په اړه د یوه پریکړه لیک پرمسودې بحث وشي. د دغه پریکړه لیک هدف د سوریې د کیماوي وسلو خوندي کول او له منځ وړل و.
په پام کې وه چې؛ امنیت شورا به تیره شپه ناوخته د تړلو دروازو ترشاه د دغه پریکړه لیک په اړه بحثونه وکړي.
په ملګروملتونو کې د استرالیا سفیر ګیري ګوینلان په خپله ټویټرپاڼه کې وایي چې؛ دغه غونډه وروسته له هغې لغو شوه چې د سلاو مشوره لپاره غوښتنه بیرته واخیستل شوه.
په امنیت شورا کې ډیپلوماتانو وویل چې؛ روسیې د دې غونډې غوښتنه کړې وه، دا چې ولې لغو شوه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د سوریې حکومت د روسیې چې قوي متحده یې ده هغه وړاندیز منلی چې؛ له مخې به یې دا هېواد ټولې کیمیاوي وسلې نړېوالې ټولنې ته سپاري.
فرانسې ویلي چې؛ غواړي امنیت شورا ته یو پریکړه لیک وړاندې کړي چې؛ په نړېواله سطحه به د وسلو له منځه وړل تصدیق کوي.
په عین حال کې امریکایي چارواکو وویل چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي.
نړېوالې ټولنې ته د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو د پلان وړاندیز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کړی و.
خو د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین پرون په ټلویزیوني خبرو کې وویل چې؛ دغه پلان به هله عملي بڼه غوره کړي چې واشنګټن د زورله کارولو لاس واخلي:
(دا ښکاره خبره ده چې؛ دغه پلان معقول دی او یواځې په هغه صورت کې عملي بڼه غوره کولای شي چې موږ له امریکایانو او د هغوی له نوروملاتړو دا خبره واورو چې دوی د ځواک له کارولو لاس اخلي ځکه دا به سوریې یا بل هرهېواد ته ډیره ګرانه وي چې د پوځي اقدام تر ګواښ لاندې په یو اړ خیز ډول ځان بې وسلې کړي.)
د روسیې ولسمشر دغه راز زیاته کړه چې؛ دی هیله من دی چې دغه پلان د سوریې لانجه له سوله ییزې لارې هواره کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم پرون د ورځې په سرکې وویل چې حکومت یې نړیوالې ټولنې ته د کیماوي وسلو د سپارلو په برخه کې د روسیې وړاندیزمنلی دی.
په عین حال کې د امریکا ولسمشربارک اوباما پرون د ورځې په سرکې د سوریې په اړه د فرانسې له ولسمشر فرانسوااولاند او د بریتانیا له صدراعظم ډیويد کامرون سره ټیلفوني خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل، اوباما، کامرون او اولاند موافقه وکړه چې د ملګروملتونو امنیت شورا دې د روسیې دغه وړاندیز وڅیړي.
کارني وویل، درې واړو مشرانو داغوره ګڼلې چې د سوریې له خوا د کیماوي وسلو د استعمال د ادعاو پرسرراپورته شوی کړکیچ دې له ډیپلوماتیکې لارې هوارشي.
خو د سپینې ماڼۍ ویاند دغه راز وویل چې درې واړو مشرانو پردې هم تاکید وکړچې نړیواله ټولنه باید په دې مسله کې پراخ عکس العمل ښکاره کړي.
واشنګټن وایي، دمشق ته نژدی د اګست په ۲۱ د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو د کیماوي وسلو په حمله کې له څوارلس سوو زیات کسان وژل شوي دي خو دمشق دا تورونه ردوي.