د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

توحیدي: د ژوندون پر تلویزیون وسله والې حملې اندیښمن کړي یو



راپور: نسیم شفق

نی یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د ژوندون پر تلویزیون د وسله والې حملې له امله اندیښنه څرګنده کړه.

د دې ادارې مسوولان وایي چې؛ له رسنیو سره تاوتریخوالي کوونکي او د هغوي نه مجازات کول د دې ډول پیښو د تکرار لامل ګرځي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ یوې محدودې فرصت طلبې ډلې د شهید د اونۍ له نوم څخه په ګټې اخیستنې پر ژوندون ټلویزیون حمله کړې او دوي به پرې نږدي چې دا ډول عمل تکرار شي.

پر ژوندون ټلویزیون د احمد شاه مسعود د پلویانو له خوا له حملې یوه ورځ وروسته له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د رسنیو په برخه کې حکومت په نه پاملرنې تورن کړ.

د دې ادارې اجرایوي رییس صدیق الله توحیدي له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل ترڅو د دې پیښې د عاملینو له نیولو سره په راتلونکې کې د ورته پیښو مخه ونیسي.

ښاغلي توحیدي د سې شنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې؛ رسنۍ هم باید د ملي ګټو پر خلاف عمل ونه کړي:

"دا مسایل موږ ته د اندیښنې وړ دي او له امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ډول پیښو عاملین ونیسي او د قانون منګلوته یې وسپاري.

زموږ غوښتنه له رسنیو او خبریالانو څخه هم دا ده چې؛ ملي ګټو ته په پاملرنې داسې ونکړي چې د یو قوم او بل ترمنځ واټن رامنځ ته او ستونزې جوړې کړي".

د ژوندون ټلویزیون مسوولانو وویل، وروسته له هغې چې د دوشنبې په ورځ یې د دې ټلویزیون د ودانۍ پر دیوال د احمد شاه مسعود د تصویرونو د سریښولو مخه ونیوله وسله والو پر ژوندون ټلویزیون حمله وکړه.

د کابل ښار یو شمېراوسیدونکو ویل چې؛ د دوشنبې ورځې له سهاره د احمد شاه مسعود یو شمېر پلویانو د شهید د اونۍ په پلمه له ځانه سره وسلې ګرځولې او د کابل ښارپه بېلابېلو برخو کې یې بې نظمۍ جوړې کړې.

دې کسانو چې ډیره برخه یې ځوانان وو د موټرو او موټر سایکلونو کاروانونه جوړ کړي وو او د استاد رباني د حکومت بیرغونه یې لیږدول.

داسې راپورونه هم شته چې؛ دې کسانو د کابل ښار په ځینو برخو کې خلک ډیر په تنګ کړل او ان ځینې کسان یې په ناحقه ووهل.

د احمدشاه مسعود بنسټ د شهید د اونۍ له لمانځلو مخکې له خلکو غوښتې وو، چې له بې ځایه ګرځیدو او د خلکو له تنګولو ډډه وکړي.

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، محدود شمېر کسانو په ښار کې د بې نظمیو د جوړولو هڅه کړې وه، خو مخه یې نیول شوې:

"په ځینو سیمو کې یو شمېر محدود کسان وو، چې له دې ورځې څخه په ګټې اخیستنې یې خلکوته مزاحمتونه وکړل.

دوی غوښتل چې د ژوندون ټلویزیون د ودانۍ پردیوال عکسونه نصب کړي خو مخه یې ونیول شوه.

حتی د کابل د امنیې قومندانۍ سرپرست سیمې ته ولاړ ترڅو د خبرو له لارې دا ستونزه ډیره لویه نشي".

تیرکال هم د شهید د اونۍ او د احمد شاه مسعود د یوولسم تلین په مراسموکې د هغه د پلویانو او د کابل ښار د دشت برچي د سیمې د اوسیدونکوترمنځ نښته وشوه.

راپورونه وایی چې په هغې نښتې کې یو تن ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.

څیړونکي همدې ستونزو ته په پام وایی چې؛ یو شمېر کسان او کړۍ له مذهبي او مناسبتي ورځو څخه شخصي ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې د قوم،سیمې او مذهب په نوم اختلافات او بې اتفاقي رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG