د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۵

د افغانستان د انتخاباتي اتحاد استازي د یوه پراخ ټیم پر جوړولو کار کوي


د افغانستان د انتخاباتي اتحاد استازي وایي؛ دوی لا هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د یوه پراخ ټیم د معرفي کولو لپاره له بیلابیلوسیاسي ګوندونو او حکومت سره مذاکره کوي.

د وحدت اسلامي ګوند ویاند سردار رحیمي چې په انتخاباتي اتحاد کې شامل ګوند دی د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې په دې اړه هر ډول وروستۍ پریکړه به د یاد اتحاد د غړیو لخوا و شي.

په داسې حال کې چې، ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پوري د جمهوري ریاست د کاندیدانو رسمي نوم لیکنه پیل شي، د افغانستان د انتخاباتي اتحاد یو شمیر غړي وایې دوی لا هم له بیلابیلو سیاسي ګوندونو او حکومت سره د یوه پراخ ټيم د رامنځ ته کولو په هدف په خبرو بوخت دي.

په انتخاباتي اتحاد کې د شامل یوه ګوند وحدت اسلامي ویاند سردار رحیمي د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته وویل، چې هر ډول وروستۍ موافقه به د یاد انتخاباتي اتحاد د غړیو په مشوره و شي.

"خبرې اوس هم دوام لري. هم له انتخاباتي اتحاد څخه بهر سیاسي ګوندونو سره او هم د افغان حکومت او جمهوري ریاست سره. خو هغه څه چې کولای شي زموږ توافق تضمین کړي، هغه د افغانستان امنیت، ثبات او هغه ټیم دی چې و کړای شي دا خطرناکه مسولیت سر ته ورسوي."

ده دغه راز وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان انتخاباتي اتحاد د جمهوري ریاست د ا نتخاباتو لپاره خپل کاندید معرفي کړي.

د افغانستان انتخاباتي اتحاد شاوخوا لس ورځې مخکې خپل موجودیت اعلان کړ.

په دې انتخاباتي اتحاد کې پینځلس ګوندونه شامل دي چې ویل کیږي تر ډیره پخوانۍ جهادې ډلې او د شمال په ایتلاف پوري تړلي څیرې دي.

تر دې وروسته د افغانستان د ملي تفاهم د مجمع او په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې د ختیځو ولایتونو د استازیو یو انتخاباتي اتحاد رامنځ ته شو.

اخوا د افغانستان د انتخاباتي اتحاد بل غړي هغه راپورونه نا سم و بلل، چې ګواکې د دې اتحاد دوه غړي عطا محمد نور او حاجي محمد محقق د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د ډاکټر زلمي رسول د لومړي او دویمو مرستیالانو په توګه یوې موافقې ته رسیدلي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمې په دې اړه وویل:

"د ځینو رسنیو داسي آوازې، چې ګنې د راتلونکو انتخاباتو لپاره استاد عطا محمد نور او حاجي محمد محقق د ډاکټر زلمي رسول د لومړي او دویمو مرستیالانو په توګه موافقې ته رسیدلي دي، په بشپړه توګه ناسم بولو."

که څه هم د انتخاباتو لپاره تر اوسه پوري یو شمیر ایتلافونه رامنځ ته شوي، خو لا هم هیڅ کوم انتخاباتي ایتلاف د جمهوري ریاست انتخاباتو ته خپل کاندید نه دی معرفي کړی.

تاکل شوې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو رسمي نوم لیکنه تر راتلونکي یوې اونۍ پوري پيل شي.
XS
SM
MD
LG