د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۰

زلمی رسول د پاکستان همکارۍ ته خوشبيني ښيي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د پاکستان همکارۍ ته خوشبيني ښيي او وايي چې؛ خوشبيني يې بې دليله نه ده.

زلمي رسول دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر پاکستان ته لاړ او د دغه هيواد له د نوي حکومت له چارواکو سره يې خبرې وکړې.

زلمي رسول د فرانسې نړيوال تلويزيون ته وويل، پاکستان اوس په دې پوهېدلي چې خپلې ستونزې تر هغو نه شي حل کېداي چې له افغانستان سره يې همکاري نه وي کړې.

تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د دوو ورځو لپاره په اسلام اباد کې و چې په لړ کې يې د پاکستان له نوي صدراعظم نوازشريف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل.

دا په پاکستان کې د مې د مياشتې له انتخاباتو او د صدراعظم په توګه د نوازشريف له غوره کېدو وروسته له نوموړي سره د حامد کرزي لومړۍ کتنه وه.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د دولت ځيني عناصر په دې تورن دي چې په پراخه پيمانه د طالبانو مالي مرسته کوي، دا ډله کنټرولوي او پناه ورکوي خو اسلام اباد ظاهراً وايي چې په افغانستان کې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره هيڅ هڅه نه سپموي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د فرانسې تلويزيون ته وويل، کابل د اسلام اباد له نوي حکومت سره ډېرو ښو اړيکو ته بې دليله هيله من نه دي.

ده زياته کړه:«فکر کوم چې اوس په پاکستان کې دا درک رامنځته شوي چې پاکستان خورا زياتې امنيتي او اقتصادي ستونزې لري، او دا ستونزې له افغانستان سره د تروريزم پرضد په جګړه کې له همکارۍ پرته نه شي حل کېداي.

ښاغلي رسول له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د قوت موندلو په اړه اندېښنې رد کړې، ويې ويل چې په دې برخه کې زياته مبالغه کېږي.

د ده په وينا طالبانو په سږني دوبي کې ډېرې هلې ځلې وکړې چې داسي وښيي چې ګواکي د ۲۰۱۴ کال په پاي کې دوي بېرته واک ته رسېداي شي خو بريالي نه شول.
XS
SM
MD
LG