د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۵

د ماینونو ایښودل افغان ځواکونو ته یو لوی ګواښ دی




راپور: اسدالله "لودین"

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي، چې د سړک د غاړې ماینونه افغان امنیتي ځواکونو ته یو لوی ګواښ دی او دوې د ماینونو د شنډولو لپاره په افغان ځواکونو کې دوه سوو ډلو ته روزنه ورکوي.

د ایساف د ګډې قومندانۍ د پلان د برخې مرستیال وایي چې؛ د افغان ځواکونو دغو ډلو ته هغه تجهیزات هم ورکول کیږي چې؛ بهرني ځواکونه یې د ماینونو کشف او شنډولو ته کاروي.

خو د افغانستان د ملي اردو د ماین پاکۍ د برخې کارکوونکي د تجهیزاتو له کمښت څخه شکایتونه لري.

د دفاع وزارت مسولین هم تاییدوي چې؛ دا مهال د حکومت وسله وال مخالفین تر ډیره له ماینونو کار اخلي او وایي چې؛ ځیني دغه ماینونه د بهرنیو استخباراتي متخصصینو له خوا جوړیږي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي چې؛ د جګړې په ډګر کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته پنځوس فیصده مرګ ژوبله د خښ شویو ماینونو په چاودنو کې اوړوي.

په کابل کې د ایساف د ګډې عملیاتي قومندانۍ د پلان مرستیال فرګس مک لیکلن وایي چې؛ دا مهال یې د افغان همکارانو په ملګرتیا د ماینونو د کشف او شنډولو لپاره نوې هڅې پیل کړي دي.

جنرال لیکلن د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې؛ دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو څه باندې دوه سوه ډلې د خښ شویو ماینونو د شنډولو روزنه ترلاسه کوي:

"خښ شوي ماینونه د جګړې په ډګر کې د پنځوس فیصده مرګ ژوبلې سبب کیږي، اوس په دې برخه کې څه باندې دوه سوه ډلو ته چې هره ډله کې دوه یا درې کسان شامل دي روزنه ورکول کیږي.

دوي د ماینونو په ضد د مبارزې او څارنې مسلکي روزنه ترلاسه کوي، دوي ته د ماین د کشفیدو وسایل او نقلیه وساېط ورکول کیږي."


دې اسټرالیایي جنرال وویل چې؛ دا مهال د افغانستان په بیلابیلو برخو کې نوي فیصده ماینونه له چاودنې مخکې کشف او شڼدیږي.

د افغان ځواکونو د ماین پاکۍ د روزنې او فعالیتونو د لیدو لپاره په دې وروستیو کې په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قل اردو ته ولاړو چیرته چې د ملي اردو نهه دیرش سرتیري د ماین پاکۍ په لومړنیو زده کړو بوخت دي.

د دې قل اردو قومندان جنرال محمد شریف یفتلي ازادي راډیو ته وویل چې؛ له ماینونو سره مبارزه دا مهال د دوي په لومړیتوبونو کې ده:

"څلور لیواګانو ته دلته ښونه او روزنه ورکول کیږي، دوي له فراغت وروسته ځي او خپلو ملګرو ته د همدې وسایلو زده کړې ورکوي، دوی ته ښه روزنه ورکول کیږي، موږ هڅه کوو چې د ښوونې او روزنې دا بهیر د کنډکونو په کچه پیل کړو."

په دوه سوه او درې تندر قل اردو کې د ملي اردو ځواکونو ته د ماین پاکۍ په برخه کې دوه میاشتني کورسونه جوړ شوي او لومړې ډله یې د فارغیدو په درشل کې ده.

د دې روزنیز کورس زده کوونکي د ښوونې له بهیر څخه خوشحاله دي خو وایي، دوی د ماین د پیدا کولو او شنډولو لپاره کافي تجهیزات نه لري.

که څه هم ایساف ادعا کوي چې؛ د افغان ځواکونو د ماین پاکۍ ډلو ته هغسې وسایل ورکوي چې بهرني ځواکونه یې کاروي، خو د ماین پاکۍ کارکوونکي د تجهیزاتو له کمښت څخه شکایت کوي:

"زما نوم بریدمل غوث الدین، کوم درس چې مونږ وایو د مینولر درس دی، د ډریورۍ درس دی، د حفظ و مراقبت درس دی، مونږ سره یوه اله د ماین د کشفیدو ده چې ولن ورته وایي، یو شانسیت ده، مونږ چې د انجینرۍ او ماین پاکۍ په برخه کې کوم تجهیزات لرو داسې نه دي لکه خارجیان یې چې لري، مونږ داسې شی نه لرو چې باروت کشف کړي."

بریدمن غوث الدین وایي، دوي له داسې پیښو سره هم مخ شوي چې یوځای ته دوی د ماین د شنډیدو په خاطر تللي وي خو هغه د ماین پاکۍ په کارکوونکو چاودلی وی.

د ملي اردو د ماین پاکۍ د تجهیزاتو د کمښت موضوع مې د تندر قل اردو له قومندان جنرال محمد شریف یفتلي سره شریکه کړه، نوموړي په دې اړه وویل:

"ملي اردو یوه ځوانه اردو ده، څومره چې انکشاف کوي تجهیزات یې اضافه کیږي، ورځ په ورځ، تیر کال مونږ دغه وسایل نه درلودل، اوس دغه وسایط راغلي، ورځ په ورځ مشکلات حل کیږي او تجهیزات مکمل کیږي."

له ماین څخه زیانمن شوي ځینې افغان سرتیري هم له ژوند څخه زړه توري شوي او وایي چې د ماین د چاودنو بدې خاطرې به یې د عمر ترپایه له یاده ونه وځي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی او د ملي اردو سرتیری رکیم جان چې د ماین چاودنې یې دواړه پښې ژوبلې کړې وایي، ډیر کم هیله من دی چې بیرته به عادي حالت ته راوګرځي.

نوموړی چې د تندر قل اردو په روغتون کې بستر دی وایي چې درې واړه ماشومان لري او د هغوی یاد یې ډیر ځوروي:

"نوم مې دی رکیم جان، ماباندې یوه ماین انفجار وکړ او بیا ډزې راباندې وشوې، زه کورته تللی وم، هلته طالبان ډیر زیات دي، کله چې له کوره راووتم په ما ماین وچاودید، پياده لاره وه هغې کې یې راته خښ کړی وو، ډزې راباندې وکړې، زه یې زخمي کړمه، اوس مې دواړه پښې غوڅې دي."

په افغانستان کې د ماین چاودنې په دې وروستیو کلونو کې زیاتې شوي دي چې اکثره وخت یې قربانیان عام وګړي وي.

یوناما هم نږدې یوه میاشت وړاندې وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله درویشت فیصده زیاته شوې چې اصلي لامل یې همدا ماینونه دي.

د افغانستان ددفاع وزارت هم تاییدوي چې د خښ شویو ماینونو له امله افغان پوځ ته ډیره مرګ ژوبله اوړي، خو وایي چې ځینې دغه ډول ماینونه ټول بهرني متخصصین جوړوي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایی چې دا مهال په افغانستان کې دوه ډوله ماینونه موجود دي چې یوه ډله یې ډیر خطرناک او بله ډله یې ډیر خطر نه لري:

"هغه بمونه چې په افغانستان کې کارول کیږي دوه ډوله دي، یو سطحي دي چې بهرني متخصصین راځي او دلته په افغانستان کې یې خلکو ته د جوړولو روزنه ورکوي.

بل ډول یې بیا په بهر کې جوړ شوي قوي ماینونه دي چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په وسیله هیواد ته رادننه کیږي او دلته په انتحاري حملو او د سړک غاړې حملو کې ترینه کار اخیستل کیږي."


د دفاع وزارت وایي، د حکومت وسله وال مخالفین ددې لپاره د ماینونو په ایښودو تمرکز کوي چې له افغان ځواکونو سره یې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی.

د بشر د حقونو مدافعین بیا وایي چې د جنګ ښکیلې ډلې باید د ماینونو له ایښودو ډډه وکړي، ځکه د دوی په خبره اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

دا چې په دې برخه کې به د ایساف په مرسته د افغان ځواکونو پیل شوې مبارزه څومره نتیجه ورکړي، دا به د وخت په تیریدو څرګنده شي.
XS
SM
MD
LG