فرانسه وايي، یوازې د سوریې حکومت د اګست په یویشتمه دمشق ته نږدې د کیمیاوي وسلو د حملې مسول ګڼل کیدلای شي.
د فرانسې د استخباراتو یوه راپور ویلي چې په دې حمله کې له ډيرې اندازې کیمیاوي موادو کار اخیستل شوي دي.
د فرانسې دولتي سرچینو ویلي چې؛ پرسټلایټ اخیستل شویو عکسو هم څرګنده کړې چې دا حملې له داسې سیمو شوې چې د حکومت تر واکمنۍ لاندې وې او هدف یې د مخالفینو تر کنټرول لاندې ځایونه وو .
د فرانسې صدراعظم جین مارک ایرولت پرون دا رپوټ خپل پارلمان ته هم واستاوه او ویویل چې هیواد به یې یوازې د یوه نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې اقدام وکړي:
(په دې کې د سوال ځای نشته، فرانسه به په یوازیتوب اقدام ونه کړي. جمهور ریس هڅه کوي چې ژر تر ژره یو ایتلاف جوړ شي او فرانسې ته ښايي چې اصول په پام کې ونیسي ځکه فرانسه نړیوالو قوانینو ته درناوی لري.)
د امریکا د سنا غړي جان مککین پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې؛ ولسمشر بارک اوباما باید پياوړي دلایل وړاندې کړي څو د بشارالاسد د رژیم پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره د کانګرس ملاتړ واخلي.
جان مککین همدا د دې وړاندیز د ردیدلو پر ضد خبر داری ورکړ او ویویل چې خطرناک عواقب به ولري:
(د امریکا جمهور ریس خپل تعهد څرګند کړی دی نو که چیرې کانګرس د هغه پریکړه رد کړي ناوړه نتایج به ولري. دا به نه یوازې په دوستانو او متحدانو کې زموږد هیواد اعتبار ته ضرر ورسوي، د جمهوري ریاست پر دې او راتلونکو دورو به هم منفي اغیز وکړي. )
ولسمشر اوباما ویلي چې؛ د سپټمبر پر نهمه نیټه د کانګرس د رخصتیو تر پاي ته رسیدو وروسته به د بشارالاسد د رژیم پر ضد د پوځي اقدام د پیل مسله رایې ګیري ته وړاندې کړي.
خو نن به د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې پر دې بحث وشي او د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل او د بهرنیو چارو وزیر جان کري به خبرې په کې وکړی.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد بیا هم په خپل هیواد کې د کیمیاوي موادو استعمال رد کړي دي.
اسد پرون یوې فرانسوۍ ورځپاڼې ته ویلي چې پر سوریه د غربي دولتونو حمله به منځنی ختیځ په لانجو کې ډوب کړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون وویل چې نړیوال باید په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال ته کلک ځواب ورکړي.
راسموسن ټینګار وکړ چې په سوریه کې د رژیم پر ضد ممکن پوځي اقدام به ډیر لنډ مهالی، چټک او متمرکز وي:
(که چیرې غلي پاتې شو او هیڅ عکس العمل څرګندنه کړو ، فکر کوم چې د نړۍ دیکتاتورانوته به یو پيغام ورکړي چې دا ډير خطرناک کار دی.
پوښتنه دا ده چې څرنګه عکس العمل څرګند کړو؟ په دیموکراتیکو سیسټمونو کې خلکو ته ښايي چې د بحثونو او ډیموکراتیکو کړنلارو درناوی وکړي. خو زما کلک دریځ دا دی چې پداسې حالت کې باید نړیواله ټولنه اقدام وکړي. )
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري څو ورځې مخکې وویل چې دوی داسې شواهد لري چې ثابتوي چې سارین ګاز استعمال شوی دی . کري وویل چې دا شواهد مسکو ته هم ور استول شوي دي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاواروف پرون وویل چې د دې شواهدو سره هم شک موجود دی.
د چین د بهرنیوچارو وزارت هم پرون وویل چې د امریکا شواهد پيکنګ ته رسیدلي خو د احتیاط غږ یې کړی او ویلي یې دي چې بیړه ښه نه ده او د ملګرو ملتونو د سازمان د پلټونکو رپوټ ته باید انتظار وشي.