د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

"۱۸۰ تنه محصلین د لوړو زده کړو لپاره قزاقستان ته لېږل کیږي"


په افغانستان کې د بهرنیو چارو او د پوهنې وزارت چارواکی وايي چې؛ چې تر راتلونکو څو ورځو به د دولسمو ټولګیو یو سلو اتیا تنه فارغان په بیلابیلو برخو کې د زده کړو په هدف قزاقستان ته ولاړ شي.

د پوهني وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد آصف ننګ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ځینې له دغو محصلینو څخه به په قزاقستان کې د ماسترۍ تر درجې زده کړې وکړي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د دې محصلینو د لیږلو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ښاغلي ننګ وویل:

"۱۸۰ تنه محصلین قزاقستان ته ځي، چې له دې ډلې څخه ۴۰ تنه محصلین په تخنیکي برخه کې د کالج په سطح زده کړي کوي او نور محصلین به په اوو نورو برخو لکه بریښنا، د موټر ترمیم، ساختمان،د نفت او ګازو او د اورګادو د پټلۍ په رشتو کې په اساسي ډول زده کړي ترلاسه کړي. ۵۹ تنه د ماسترۍ بورسونو ته، ۴۰ تنه د پوځي تعلیمات لپاره او ۱۰ تنه نورو دسرحدي زده کړي لپاره ځي."

د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي روابطو مشر عبدالقاهر عابد وايي چې؛ قزاقستان د پنځو کلونو لپاره له افغانستان سره د زرو تحصلي بورسونو ژمنه کړې وه او په تیرو څلورو کلونو کې یې ۷۳۰ تنه هلته تللي دي.

ښاغلي عابد قزاقستان ته تلونکو زده کوونکو ته په وینا کې وویل چې؛ یوازې مسلکي کدرونه افغانستان له بدمرغیو ژغورلای شي:

"تاسو د یوه لوی هدف د زده کړو په موخه ځئ، دوېیم تاسو د فرهنګ د ترویج لپاره ځي او درېیمه مساله چې په کې شک نشته د یو لوی هدف د لاسته راوړلو پر وړاندې ستونزې وي؛ زه هیله کوم چې له ستونزو سره په سړه سینه چلند وکړي."

د ښاغلي عابد په وینا، افغان محصلین به په قزاقستان کې ددې هیواد په مالي مرسته د پنځو کلونو زده کړه وکړي.

په عین وخت کې د قزاقستان له خوا افغان محصلینو ته د بورسنود پروګرام مسوولې "ګلشنه دستمیرو" د پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې؛ په په راتلونکو تحصیلي بورسونو کې د انجونو ونډه زیاته کړي.

آغلې دستمیرو وايي، چې له تیرو څلور کلونو راهیسې څلور د افغانستان د دولسم ټولګیو د فارغانو څلور دورې قزاقستان ته تللي دي چې؛ وروستۍ ډله به یې په راتلونکې لمریز کال ولاړه شي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال دولس زره افغان محصلین په بهرنیو هیوادونو کې په زده کړو بوخت دي؛ چې له دې ډلې څخه ۶۰۰ زره افغان محصلین په هند ، ۲۰۰۰ زره محصلین په ترکیه، ۷۳۰ تنه افغان محصلین په قزاقستان، ۱۰۰۰ تنه په پاکستان او نور په اندونیزیا، مالیزیا، هالنډ، روسیه، او جرمني کې په زده کړو بوخت دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG