د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۴

په ولایتي شوراګانو ښځې له درېیو ستونزو سره مخامخې دي


په ولایتي شوراګانو کې یو شمیر ښځینه وکیلانې شکایت کوي، چې په سیمه ییزو ادارو کې ښځې له امنیتي ګواښونو او کاري محدودیتونو سره مخامخ دي.

نا امني، په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو کم رنګه حضور او د ولایتي شوراګانو په چارو کې د سیمه ییزو دولتي ادارو مداخله هغه اساسي ستونزې دي چې؛ د ولایتي شوراګانو ښځینه غړې یې په اړه شکایت کوي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې په ولایتي شوراګانو کې د ښځینه استازو د لاسته راړونو، ستونزو او د دې ستونزو د حل لارو موندلو په اړه یو یو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.

په دې کنفرانس کې د ټولو ولایتي شوراګانو ښځینه غړو برخه اخیستې.

د ننګرهار او هلمند له ولایتي شوراګانو څخه محترمه امین او راضیه بلوڅ خپلې ستونزې دا ډول یادې کړلې:

"۱- مجموع کې په افغانستان کې د ښځو لپاره ډیر زیات مشکلات شته. په ننګرهار کې چې کومې خویندې په ولایتي شوراګانو کې دي او د نورو خویندو لپاره امنیت یو له سترو ستونزو څخه دی. نو امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی او دې زموږ د کارونو په وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

۲- په هلمند کې زموږ لویه ستونزه امنیت دی. نو مهم ملت دی چې زموږ سره همکار اوسي او په هره برخه کې همکاري وکړي."


دا دوه ورځنی کنفرانس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د "ان. ډي. آی" موسسې په مالي همکارۍ جوړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کې په ولایتونو کې پر یو شمیر ښځینه کارکونکو او د ملي او ولایتي شوراګانو پر ښځینه غړو باندې د وسله والو مخالفانو حملې زیاتي شوي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د کندهار استازي فریبا احمدي د تښتونې پيښه؛ د مشرانو جرګې پر یوې ښځینه غړې وسله واله حمله، په هلمند کې د ښځینه پولیسو د مشرې وژنه له ځینو دغو پيښو څخه دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، دوی پر دې کار کوي، څو د ښځو پر وړاندې په ولایتي ادارو کې موجوده ستونزې څه ډول حل کړي.

د دې ادارې مرستیال عبدالمتین بیک د دې کنفرانس د جوړېدو په اړه خبریالانو ته داسې وویل:

"د دې کنفرانس اساسي هدف، د ولایتي شوراګانو په تیرو دوو دورو کې د ښځینه وکیلانو او په مجموع کې په سیمه ییزه توګه د ښځو د ستونزو څیړنه ده. موږ دا ستونزې جمع بندي کوو او کوښښ کوو چې د سترو ملي پروګرامونو له لاري ورته د حل لاره پيدا کړو."

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو په شوراګانو کې ۱۱۸ ښځینه وکیلانې دي.

د انتخاباتو لپاره په نوي قانون کې چې د جمهور رییس حامد کرزي له خوا توشیح شوی دی، په ولایتي شوراګانو کې د ښځو لپاره شل فیصده ونډه ټاکل شوی دی.

مخکې تر دې دا ونډه پينځه ویشت فیصده وه.

خو ځینې کتوونکي وايي چې؛ باید په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې له امنیتي پلوه هم ښځو ته د فعالیت زمینه لا ډیره برابره شي.
XS
SM
MD
LG