که څه هم تراوسه پورې افغان چارواکو په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د شویو مذاکراتو جزیات نه دي په ډاګه کړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت تمه لري چې، پاکستان په دې سفر کې د شویو پریکړو د عملي کېدو لپاره اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي چې؛ په دې سفر کې د امنیتي مسایلو او له افغان دولت سره د طالبانو د مستقیم تماس د ټینګولو په اړه ځینې پریکړې وشوې.
ښاغلي موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل:
"په دې اړه زه ډیره تبصره نه کوم، ځکه چې موږ منتظر یو چې؛ په هغو پریکړو چې د دواړو دولتونو ترمنځ شوي دي، د سولې د پروسې په اړه، د امنیتي مسایلو او د سولې عالي شورا او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د مستقیم تماس د ټینګولو په اړه شوي دي؛ موږ منتظر یو چې، د پاکستان دولت په دې برخو کې مشخص عملي اقدامات وکړي."
جمهور رییس حامد کرزی تیره اونۍ د یوه جپګوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ.
بل خوا د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د خپل هیواد پارلمان ته ویلي چې؛ د جمهور رییس کرزي وروستي سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بېرته ښې کړي دي.
افغان چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې؛ پاکستان له افغان دولت سره مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې څه ډول ژمنې کړي دي.
خو د افغانستان د سولې عالي شورا مسوولینو ازادي راډیو ته ویلي چې؛ پاکستان د طالب زندانیانو د خوشې کولو په ګډون په بیلابیلو برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یو ځلې بیا وویل؛ د دوی له نظره په طالبانو کې دوه ډوله کسان دې چې، له یوې ډلې سره به یې د هغوی تر ماتې پورې جګړه دوام وکړي.
خو ښاغلي موسی زي وویل چې، د طالبانو ډېر شمېر مشران له افغان دولت سره پټ تماس لري:
"د طالبانو د پام وړ شمیر مشران د افغانستان له دولت سره په پټ تماس کې دي او هغوی د طالبانو او د افغانستان د دولت ترمنځ د سیاسي مذاکراتو د یوې پروسې د پیلیدو طرفدار دي. خو په عین وخت داسې عناصر هم شته چې یوازینۍ هدف یې د تروریزم، ویرې او وحشت رامنځ ته کول دي او غواړي په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان د خلکو تاریخي لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي، د افغانستان دولت چمتو دی چې له لومړنۍ ډلې سره د مذاکراتو میز ته کښیني."
پخوا تر دې وسله والو طالبانو د افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي چې؛ ګنې په طالبانو کې دوه ډلې دي.
طالبانو تراوسه نه ده منلې چې؛ له افغان دولت سره مخامخ مذاکراتو ته کښیني او د کتوونکو په باور په قطر کې یې د دفتر د تړل کیدو اساسي علت همدا و.
ځیني کتوونکي په دې اړه هم شک لري چې؛ ګنې پاکستان به طالبان مذاکراتو ته اماده کړي او په دې اړه به خپلې ژمنې عملي کړي.
په عین حال کې د دوی په باور د افغانستان د اوسني حکومت هم له کال نه کمه موده پاتې ده او له همدې امله ښايي پاکستان ورسره صادقانه همکاري ونه کړي.