د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۲

نواز شریف او د افغانستان په اړه يي سیاست


افغان سیاسي او جهادي مشران او څېړونکې د پاکستان نوی صدر اعظم نواز شریف یوغښتلی سیاستمدار بولي او هیله لري، چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو په ښه کولو کې به لازمه همکاري وکړي.

د سیاسي چارو څېړونکې د پاکستان پر ملکې حکومت د پوځ او استخباراتي ادارې ISI واکمنۍ ته په کتلو وايي، چې که نواز شریف وغواړي نو د افغانستان د مسایلو په اړه منفي او یا هم مثبت رول لوبولای شي، ځکه د دوي په باور اوس پوځ په بهرنیو چارو کې ډیره لاسوهنه نه کوي.

سیاسي پوهان وایي، اوس په افغان حکومت اړه لري، چې څنګه د پاکستان همکاري ښه جلب کړي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:26 0:00
مستقیم لېنک

پخواني جهادي مشران او سیاسي څېړونکې د پاکستان اوسنیو مجبوریتونو ته په اشاره وايي، چې د پاکستان نوی صدراظم نواز شریف به له افغانستان سره همکارۍ ته حاضر شي.

د دوي په باور اوس مهال پاکستان له سیاسي، اقتصادي، سوداګریزیو او نورو جنجالونو سره مخ دی او د پاکستان نوی حکومت د خپلې بریا لپاره مجبور دی چې په سیمه کې په ځانګړي ډول له افغانستان سره اړیکې ښې کړي.

پخواني جهادي مشر او د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد ازادۍ راډیو ته وویل، پاکستان د خپلو ستونزو د حل لپاره اړ دی، چې د نړېوالې ټولنې مرسته جلب کړي، خو نړېواله ټوله به هغه وخت له پاکستان سره همکاري وکړي، چې پاکستان د افغانانو غوښتنو ته ځواب ووايي.

د 1371 کال په شا اوخوا کې چې کله ډاکتر نجیب الله په افغانستان کې له حکومته ګوښه شو او مجاهدین قدرت ته ورسېدل، نو همدغه وخت په پاکستان کې د نواز شریف حکومت و.

پر ښاغلي شریف تور دا دی، چې د مجاهدینو ډلې یې په خپل منځي جګړو کې سره اخته کړې او د افغانستان د کورنیو جنګونو په ډیرولو کې هم لاس لري.

خو د هغه وخت پخوانۍ افغان جهادي مشر، ښاغلی وقاد بیا دا نه مني او په خبره یې چې نواز شریف د مجاهدینو پر یووالي ټینګار کاوه.

د پاکستان اوسنی صدر اعظم د پاکستان په پنجاب ایالات کې زېږېدلی او په اصل پنجابی دی، نوموړی په 1981 کال کې د پنجاب ایالت د خزانې وزیر سو او له همدې سره یې سیاسي ژوند پیل شوی.

په 1990 کال کې لومړی ځل د پاکستان صدراعظم شو، دوهم ځل په 1997 م کال کې صدر اعظم سوی، چې لوموړی ځل یې هم صدراعظمي په زوره ختمه سوې او دوهم ځل هم د پخواني پوځي مشر پرویز مشرف له خوا په 1999 کې مجبور سوو، چې له واکه لیرې شي.

دوهم ځل چې کله له واکه لیري سو، په پاکستان کې د مشرف د حکومت له خوا زنداني شوو او په 2000 م کال کې له پاکستانه وتلو ته اړ شوو او په 2008 م کال کې بیرته پاکستان ته ستون شوی دی.

خو اوس دریم ځل دا پاکستاني سیاستمدار په روان م کال کې د مې په میاشت کې بیا هم د صدراعظمۍ چوکۍ ګټلې، خو دا ځل معلومه نه ده، چې هغه به خپله دغه دوره د پوځ او استخباراتو له لارسه پوره کړي او که څنګه؟

د افغان حکومت د اپوزیسیون ملي ائتلاف د دار الانشا رئیس انجنیر محمد عاصم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ښاغلي شریف ګوند د پاکستان د پوځ او استخباراتو ترڅنګ د مهمو پالیسیو په جوړولو کې مهم لاس لري.

ښاغلی عاصم وايي، که نوازشریف وغواړي، نو د افغانستان د حالتو په ښه کولو کې هم مثبت او هم منفي رول لوبولای شي.

د سیمه ییزو چارو افغان سیاسي څېړونکی رشید وزیري په دې باور دی، چې د پاکستان اوسنۍ ملکې حکومت کوښښ کوي، چې د خپل هیواد پوځ او استخبارات له بهرني سیاسته لیري کړي.

ښاغلي وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، نواز شریف یو سوداګرۍ دی او غواړي، چې پاکستان له اوسني اقتصادي بحران څخه وباسي او خپل هیواد ته د بهرنیانو پانګه راجلب کړي.

رشید وزیري وایي، ددې هدف لپاره پاکستان مجبور دی، چې له افغانستان سره د جګړې د ختم په برخه کې پوره همکاري وکړي.

له افغانستان او هندوستان سره د پاکستان د جنجالونو په اړه په نړیوالو راپورونو کې په وار وار ویل سوي، چې ددغو جنجالونو او لاسوهنو تر شا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ISI لاس دی نه د پاکستان د ملکې حکومتونو.

خو په پاکستان او سیمه کې اوسنیو حالاتو ته په کتلو ویل کېږي، چې د پاکستان نظامیان د ملکې حکومت په چارو کې شاید نوره ډیره لاسوهنه ونه کړي.

د راپورونو له مخي په تیرو شا او خوا 11 کلونو کې د افغان حکومت ترڅنګ نړیوالي ټولني هم د پاکستان حکومتونه هڅولي، چې له ترهګرۍ سره رښتینې مبارزه وکړي، د افغانستان د سولي په برخه کې مرسته وکړ او په خپله خاوره کې د افغان دولت وسله وال مخالفین ونه روزي.

افغان ولسمشر حامد کرزی چې تازه اسلام اباد ته رسېدلی، نوموړي په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې وویل، چې له پاکستانیو چارواکو سره یې پخوانیوخبرو ښه نتیجه نه ده ورکړې.

که څه هم افغان ولسمشر له دې سفر څخه مخکې ویلي، چې د لاسته راوړنو په اړه ډاډ نه لري، خو د چارو څېړونکې د ښاغلي کرزي دا سفر اسلام اباد ته مهم بولي، چې کېدای سي ګټه یې دواړو هیوادنو ته ورسیږي.

خو دا به وروسته معلومه سي، چې د پاکستان نظامیان به څومره نوي صدر اعظم ته اجازه ورکړي، چې له افغانستان سره رښتینې همکاري وکړي.

دا راپور په غږ کې هم اوریدای شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:26 0:00
مستقیم لېنک

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG